پاکستاني چارواکو د جمهور رئيس محمد اشرف غني هغه څرګندونې رد کړې دي، چې پاكستان ګواکې د ښو او بدو طالبانو توپير کوي.
پاکستاني چارواکو ويلي، دوى د ترهګرو ترمنځ توپير نه کوي او ټولو ته په يوه سترګه ګوري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري نن په يوه خپور شوي بيان کې راغلي، چې هېواد يې هر ډول ترهګري غندي او په وړاندې به يې جګړې ته دوام ورکړي. پاکستاني چارواکو د جمهور رئيس محمد اشرف غني هغه څرګندونې رد کړې دي، چې پاكستان ګواکې د ښو او بدو طالبانو توپير کوي.
پاکستاني چارواکو ويلي، دوى د ترهګرو ترمنځ توپير نه کوي او ټولو ته په يوه سترګه ګوري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري نن په يوه خپور شوي بيان کې راغلي، چې هېواد يې هر ډول ترهګري غندي او په وړاندې به يې جګړې ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې د ګاونډيو هېوادونو سوله يې د هېواد په ګټه ده او په خبره يې د څلور اړخيزو ناستو هدف په افغانستان کې د سولې بهير راوستل دي.
بايد ياده شي، چې پرون جمهور رئيس غني ملي شورا ته په وينا کې له پاكستانه په کلکه وغوښتل، چې د څلور اړخيزو ناستو پرېکړو ته درناوى وکړي، پخپله خاوره کې ټولې وسله والې ډلې وځپي او همدا راز د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.


