د ارزګان ولايتي شورا رئيس وايي، په دغه ولايت كې خراب امنيتي وضعيت تر دې حالته رسېدلى چې طالبان د ولسواليو له مركزونو پرته نورې ټولې سيمې ونيسي.
د ولايتي شورا مشر عبدالكريم خادمزى وايي، دا مهال ولسواليو ته ټولې غځېدلې لارې د ټرافيكو پر مخ تړلې دي او د كندهار- ارزګان لويه لار هم له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ ده.
د ده په خبره كه دغلته د جګړې لپاره اراده قوي نه شي او د امنيتي ځواكونو تر منځ همغږي زياته نه شي نو تونده جګړه به د ارزګان لپاره درانه ګواښونه متوجه كړي. د ارزګان ولايتي شورا رئيس وايي، په دغه ولايت كې خراب امنيتي وضعيت تر دې حالته رسېدلى چې طالبان د ولسواليو له مركزونو پرته نورې ټولې سيمې ونيسي.
د ولايتي شورا مشر عبدالكريم خادمزى وايي، دا مهال ولسواليو ته ټولې غځېدلې لارې د ټرافيكو پر مخ تړلې دي او د كندهار- ارزګان لويه لار هم له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ ده.
د ده په خبره كه دغلته د جګړې لپاره اراده قوي نه شي او د امنيتي ځواكونو تر منځ همغږي زياته نه شي نو تونده جګړه به د ارزګان لپاره درانه ګواښونه متوجه كړي.
خو د ارزګان ولايتي اداره د ولايتي شورا د مشر څرګندونې له غرضه ډكې بولي او وايي، دا مهال له دوو ولسواليو پرته نورو ولسواليو ته غځيدلې لارې خلاصې دي.
د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، په ولسواليو کې امنيتي ځواکونه بريالي دي او کيدای شي چي ډير ژر پراخ عمليات هم پيل شي: (( د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق او د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان داوودشاه وفادار له ګڼو داخلي او بهرنيو سرتېرو او قومندانانو سره يو ځاى ارزګان ته راغلي تر څو ټولې سيمې له نږدې څخه وګوري. دا امنتي پلاوی دا مهال په شهيد حساس ولسوالۍ کې دی او د عملياتو په يوه قوي پلان بوخت دى.))
دا په داسې حال كې ده چې طالبان هم په ارزګان کې خپل حضور پراخ بولي او وايي، ورځ تر بلې مخ په وړاندې ځي .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، دا مهال يې د ارزګان زياته برخه په ولکه کې ده او په ولسواليو کي يې حضور مخ په پراخېدو دی


