په هلمند كې سلګونه كسانو ملي شورا ته د جمهور رئيس غني د پرونۍ وينا په هركلي لاريون وكړ.
لاريون كوونكو ويل، جمهور رئيس له ډېرې مودې وروسته د افغانستان د خلكو دښمن په ډاګه كړى او د هلمند خلك د امنيتي ځواكونو تر شا د هېواد د دفاع لپاره هرې سرښندنې ته تيار ولاړ دي.
په دغه لاريون كې د سلګونه ځوانانو، مېرمنو او د هلمند مدني ټولنو تر څنګ د هلمند والي حيات الله حيات هم ګډون كړى و.
حيات رسنيو ته وويل، د هلمند عام ولس نور له جګړې ستړى شوى او دا خلك له پخوا څخه د وسله والو طالبانو پر وړاندې د څرګند دريځ د اعلان غوښتونكي وو: (( دلته خلك له جګړې ستړي شوي او له پخوا څخه يې دا ډول څرګند دريځ ته سترګې په لاره وې، زه هم وايم د هغو خلكو پر وړاندې بايد غوڅ دريځ ونيول شي چې د عامو خلكو په منځ كې چاودنه كوي او د دې هېواد د پرمختګ مخه نيسي. په هلمند كې سلګونه كسانو ملي شورا ته د جمهور رئيس غني د پرونۍ وينا په هركلي لاريون وكړ.
لاريون كوونكو ويل، جمهور رئيس له ډېرې مودې وروسته د افغانستان د خلكو دښمن په ډاګه كړى او د هلمند خلك د امنيتي ځواكونو تر شا د هېواد د دفاع لپاره هرې سرښندنې ته تيار ولاړ دي.
په دغه لاريون كې د سلګونه ځوانانو، مېرمنو او د هلمند مدني ټولنو تر څنګ د هلمند والي حيات الله حيات هم ګډون كړى و.
حيات رسنيو ته وويل، د هلمند عام ولس نور له جګړې ستړى شوى او دا خلك له پخوا څخه د وسله والو طالبانو پر وړاندې د څرګند دريځ د اعلان غوښتونكي وو: (( دلته خلك له جګړې ستړي شوي او له پخوا څخه يې دا ډول څرګند دريځ ته سترګې په لاره وې، زه هم وايم د هغو خلكو پر وړاندې بايد غوڅ دريځ ونيول شي چې د عامو خلكو په منځ كې چاودنه كوي او د دې هېواد د پرمختګ مخه نيسي.
په همدې حال كې د هلمند د ولايتي شورا رئيس محمد كريم اتل هم ټينګار لري چې جمهور رئيس غني پر خپلو كړيو ژمنو او وروستيو څرګندونو كلك عمل وكړي: (( موږ فقط عمل غواړو، د هلمند اوسېدونكي له اوسني حكومت سره خپل ملاتړ ته دوام وركوي.))
همدا راز يو شمېر لاريون كوونكو هم ويل چې افغانان تر اوسه د مسوولو چارواكو له پخوانيو پاليسيو ناخوښه وو او اوس چې جمهور رئيس د افغانستان دښمن تعريف كړ، دوى به د دغه دښمن پر وړاندې كلك ودرېږي.
د هلمنديانو غوښتنه دا وه چې حكومت بايد پر خپل دريځ كلك ودرېږي تر څو په دې سره د امنيت ساحه پراخه او مخالفين كمزوري شي.


