ads

ملګري ملتونه: د يمن ښكېلې غاړې دې سولې لپاره دريځونه نرم كړي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يمن له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د سولې مذاکراتو په درشل کې خپلو دريځونو کې نرمي راولي.د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې، د امنيت شورا د پنځلسو غړو هېوادونو استازو په يوه خپره کړې اعلاميه کې د يمن کړکېچ د حل په هدف په کويت کې د […]

نویسنده: TKG
7 غویی 1395
ملګري ملتونه: د يمن ښكېلې غاړې دې سولې لپاره دريځونه نرم كړي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يمن له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د سولې مذاکراتو په درشل کې خپلو دريځونو کې نرمي راولي.
د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې، د امنيت شورا د پنځلسو غړو هېوادونو استازو په يوه خپره کړې اعلاميه کې د يمن کړکېچ د حل په هدف په کويت کې د سولې له مذاکراتو ملاتړ اعلان کړى دى. د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يمن له ښکېلو غاړو غوښتي، چې د سولې مذاکراتو په درشل کې خپلو دريځونو کې نرمي راولي.
د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې، د امنيت شورا د پنځلسو غړو هېوادونو استازو په يوه خپره کړې اعلاميه کې د يمن کړکېچ د حل په هدف په کويت کې د سولې له مذاکراتو ملاتړ اعلان کړى دى.
د يمن د ښکېلو غاړو ترمنځ د تېرې پنجشنبې په ورځ په کويت کې رسمي خبرې پيل شوي، چې د نړۍ قدرتونو هم هيله بښونکې بللې دي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي، چې په يمن کې د سولې د مذاکراتو د ناکامۍ په صورت کې به په دغه هېواد کې وضعيت نور هم بحراني شي.
په يمن کې د عبد ربه منصور هادي پلويانو او حوثي وسله والو ترمنځ  له دوو کلونو راهيسې نښتې روانې دي، چې تراوسه پکې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه نور له خپلو سيمو بېځايه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA