د مصر د حكومت لخوا سعودي ته د دوه ټاپوګانو د وركولو په مسئله له پرون لاهيسې په قاهره كې لاريونونه زيات شوي او د فتاح السيسي سياسي مخالفين د دغه پوځي جمهور رئيس استعفا غواړي.
پوليسو نن هم د هوايي ډزو او اوښكې بهوونكي ګاز په مرسته لاريون كوونكي خواره كړي، خو په قاهره كې د پوليسو او پوځ كلك احضارات دا په ډاګه كوي چې وضعيت كله هم خرابېداى شي. د مصر د حكومت لخوا سعودي ته د دوه ټاپوګانو د وركولو په مسئله له پرون لاهيسې په قاهره كې لاريونونه زيات شوي او د فتاح السيسي سياسي مخالفين د دغه پوځي جمهور رئيس استعفا غواړي.
پوليسو نن هم د هوايي ډزو او اوښكې بهوونكي ګاز په مرسته لاريون كوونكي خواره كړي، خو په قاهره كې د پوليسو او پوځ كلك احضارات دا په ډاګه كوي چې وضعيت كله هم خرابېداى شي.
مصري رسنۍ وايي، پوځ تر اوسه ۱۳۳ لاريون كوونكي نيولي چې يو ۱۱ خبريالان هم په كې شامل دي.
مصر له سعودي سره په يو تازه تړون كې د سرې بحيرې د صنافير او تيران ټاپو ګان رياض ته سپارلي دي او سبب يې هم دا ښودلى چې دا دواړه ټاپوګان له اوله د سعودي ملكيت و، خو مصري لاريون كوونكي بيا شعار وركوي چې دا دوه جزيرې د مصر حق دى، اى سيسي! ته استعفا وركړه.
د كورنيو چارو وزير مغدي عبدالغفار بيا په ډاګه كړې چې دا ټاپوګان د سعودي ملكيت دى او د دې پرېكړې پر خلاف چې هر څوك د وضعيت د خرابولو هڅه وكړي د قانون له منګولو به خلاص نه شي.
لاريون ته د زياتو خلكو د راټولېدو يو لامل دا ښودل شوى چې پرون دوشنبه په ټول مصر كې رخصتي وه او مصريان له ۱۹۸۲ كال راهيسې له سينا ټاپو څخه د اسراييلو د وتو د ورځې په توګه نمانځي.


