ads

كندهار كې د تشكيلاتي ستونزو له كبله ۱۳۹ ښوونځي تړلي دي

د كندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري وايي، په دې ولايت كې د تشكيلاتي ستونزو له كبله ۱۳۹ ښوونځي تړلي دي.د كندهار د پوهنې تدريسي مرستيال نن په دې اړه يوې خبري غونډې ته وويل، د دې ښوونځيو د فعالولو لپاره يې پوهنې وزارت سره خبرې پيل كړې دي.نوموړي زياته كړه، تېر […]

نویسنده: TKG
7 غویی 1395
كندهار كې د تشكيلاتي ستونزو  له كبله ۱۳۹ ښوونځي تړلي دي

د كندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري وايي، په دې ولايت كې د تشكيلاتي ستونزو له كبله ۱۳۹ ښوونځي تړلي دي.
د كندهار د پوهنې تدريسي مرستيال نن په دې اړه يوې خبري غونډې ته وويل، د دې ښوونځيو د فعالولو لپاره يې پوهنې وزارت سره خبرې پيل كړې دي.
نوموړي زياته كړه، تېر كال په دې ولايت كې د تړل شويو ښوونځيو شمېر زيات و خو دوى په كمو امكاناتو د يو شمېر ښوونځيو دروازې د زده كوونكو پر مخ په خپلو هلو ځلو پرانيستې پرېښې وې د كندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري وايي، په دې ولايت كې د تشكيلاتي ستونزو له كبله ۱۳۹ ښوونځي تړلي دي.
د كندهار د پوهنې تدريسي مرستيال نن په دې اړه يوې خبري غونډې ته وويل، د دې ښوونځيو د فعالولو لپاره يې پوهنې وزارت سره خبرې پيل كړې دي.
نوموړي زياته كړه، تېر كال په دې ولايت كې د تړل شويو ښوونځيو شمېر زيات و خو دوى په كمو امكاناتو د يو شمېر ښوونځيو دروازې د زده كوونكو پر مخ په خپلو هلو ځلو پرانيستې پرېښې وې: (( پوهنې وزارت ته مو رسما څو څو ځل خپلې غوښتنې وړاندې كړې دي، هغوى هم اوس ژمنه راكړې چې په دې غوښتنو غور كوي او له اړتيا سره سم به ځينې بند ښوونځي پرانيزي.))
نظري زياته كړه، دوى له پوهنې وزارت سره نه يوازې د ښوونځيو د پرانيستلو ستونزه شريكه كړې، بلكې له دې وزارته يې غوښتي چې د تشكيلاتي ستونزو د حل لپاره درې زره نوي كسان ورته وګماري: (( په دې سره به نويو ځوانانو ته كاري زمينه برابره شي، همدا راز په لږو ورځو كې د پوهنې وزارت لخوا پوهنيز بهير په ټولو ولايتونو كې كمپيوټري كېږي په دې سره به د پوهنې په بهير كې د فساد مخه هم ونيول شي او هم به ولسي باور زيات شي.))
په كندهار كې د تړل شويو ښوونځيو خبره په داسې حال كې كېږي چې د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي شاوخوا يوه مياشت وړاندې كندهار ته د خپل سفر پر مهال وويل، ډېر ژر به د ښوونيز بهير پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل لاره چاره پيدا كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA