جمهور رئيس محمد اشرف غني د ملي امنيت منسوبينو ته امر كړى، چې پر وسله والو مخالفينو ساحه راتنګه کړي، په زړه کې يې وېره واچوي، د تګ راتګ لارې يې وتړي، مالي سرچينې يې وچې کړي او د ځمکنيو او هوايي عملياتو او بريدونو له لارې يې پټنځايونه ويجاړ او هغوى له منځه يوسي.
نوموړي دغه څرګندونې تېر مازيګر په ارګ كې د يو شمېر ولايتونو د ولسواليو د ملي امنيت مديرانو سره د کتنې په مهال کړې دي.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جمهور رئيس غني د لويو لارو پر امنيت د خلکو باور د امنيت د تامين عمده معيار وباله او زياته يې كړه، چې د ټاپي پروژې د امنيت ټينګښت د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له مهمو مسووليتونو څخه دى. جمهور رئيس محمد اشرف غني د ملي امنيت منسوبينو ته امر كړى، چې پر وسله والو مخالفينو ساحه راتنګه کړي، په زړه کې يې وېره واچوي، د تګ راتګ لارې يې وتړي، مالي سرچينې يې وچې کړي او د ځمکنيو او هوايي عملياتو او بريدونو له لارې يې پټنځايونه ويجاړ او هغوى له منځه يوسي.
نوموړي دغه څرګندونې تېر مازيګر په ارګ كې د يو شمېر ولايتونو د ولسواليو د ملي امنيت مديرانو سره د کتنې په مهال کړې دي.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جمهور رئيس غني د لويو لارو پر امنيت د خلکو باور د امنيت د تامين عمده معيار وباله او زياته يې كړه، چې د ټاپي پروژې د امنيت ټينګښت د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له مهمو مسووليتونو څخه دى.
د هغه په وينا، په ولسواليو کې د کمپلکسونو په جوړولو سره به د ملي امنيت د ودانيو ستونزه حل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د هېواد جمهور رئيس پرون د ملي شورا ځانګړې ناستې ته د وينا په مهال وويل، له هغو كسانو سره به جدي چلند وشي، چې د افغان امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو وينه تويوي.


