د سعودي عربستان كابينې د ويژن ۲۰۳۰ په نوم هغه پلان تصويب كړ چې له مخې به يې تر دې وروسته د تېلو پر ځاى په متبادلو اقتصادي لارو د رياض اقتصاد درول كېږي.
د سعودي د پاچا سلمان بن عبدالعزيز په مشرۍ د وزيرانو غونډې پرېكړه كې ويل شوي، سعودي به له دې وروسته د تېلو پر ځاى پر نورو اقتصادي سرچينو د انحصار په اړه غور كوي.
په غونډه كې پرېكړه شوې چې سعودي به راتلونكو ۱۵ كلونو كې د تېلو پر ګټې انحصار كموي او پر ځاى به يې په صنعتي او سوداګريزو سكټورونو د تكيې تر څنګ له كورنۍ او بهرنۍ پانګونې ملاتړ كوي. د سعودي عربستان كابينې د ويژن ۲۰۳۰ په نوم هغه پلان تصويب كړ چې له مخې به يې تر دې وروسته د تېلو پر ځاى په متبادلو اقتصادي لارو د رياض اقتصاد درول كېږي.
د سعودي د پاچا سلمان بن عبدالعزيز په مشرۍ د وزيرانو غونډې پرېكړه كې ويل شوي، سعودي به له دې وروسته د تېلو پر ځاى پر نورو اقتصادي سرچينو د انحصار په اړه غور كوي.
په غونډه كې پرېكړه شوې چې سعودي به راتلونكو ۱۵ كلونو كې د تېلو پر ګټې انحصار كموي او پر ځاى به يې په صنعتي او سوداګريزو سكټورونو د تكيې تر څنګ له كورنۍ او بهرنۍ پانګونې ملاتړ كوي.
د سعودي لپاره د ويژن ۲۰۳۰ په نوم اقتصادي پلان د سعودي عربستان نايب وليعهد او دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان مخته وړي.
نوموړى وايي، د دې پلان له مخې به ټول دولتي سكټورونه پلورل كېږي، د ټكس كچه به لوړېږي، پر مصارفو به ماليات وضعه كېږي او خصوصي سكټور ته به د هېواد د اقتصادي پياوړتيا په خاطر ځانګړې پاملرنه كېږي.
شهزاده محمد بن سلمان همدا راز اعلان كړه چې هېواد به يې تر راتلونكي كال پورې د دغې اقتصادي پلان له مخې د تېلو تر ټولو سترې دولتي كمپنۍ ارامكو ۵ فيصده ونډه هم وپلوري.
ارامكو كمپنۍ د تېلو په بازار كې د پانګونې له پلوه د نړۍ تر ټولو ستره كمپنۍ ګڼل كېږي.


