د كندوز چارواكي وايي، د دې ولايت د مركزي سيمو په شمول شاوخوا پنځو ولسواليو كې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره كومانډويي چاڼيز عمليات پيلوي.
په کندوز کې د پوځي او چاڼيزو عملیاتو مسوولین په دې اړه كليد ته وايي، دا عمليات به ډېر ژر پيل كړي چې په ترڅ كې به يې د كندوز امنيت ته متوجه ګواښونه له منځه يوړل شي.
د پامیر د ۲۰ فرقې د لومړۍ لوا د ځانګړو کمانډويي ځواکونو قومندان برید جنرال ارکان حرب امان الله مبین وایي، تیرو بریالیو عملیاتو ته په کتو سره یې دا ځل پلان نیولی چې د کندوز ښار اړونده سیمو او شاوخوا پنځو ولسوالیو کې به کمانډو ځانګړي ځواکونه د وسله والو طالبانو پر ضد خپل پوځي عملیات کوي د كندوز چارواكي وايي، د دې ولايت د مركزي سيمو په شمول شاوخوا پنځو ولسواليو كې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره كومانډويي چاڼيز عمليات پيلوي.
په کندوز کې د پوځي او چاڼيزو عملیاتو مسوولین په دې اړه كليد ته وايي، دا عمليات به ډېر ژر پيل كړي چې په ترڅ كې به يې د كندوز امنيت ته متوجه ګواښونه له منځه يوړل شي.
د پامیر د ۲۰ فرقې د لومړۍ لوا د ځانګړو کمانډويي ځواکونو قومندان برید جنرال ارکان حرب امان الله مبین وایي، تیرو بریالیو عملیاتو ته په کتو سره یې دا ځل پلان نیولی چې د کندوز ښار اړونده سیمو او شاوخوا پنځو ولسوالیو کې به کمانډو ځانګړي ځواکونه د وسله والو طالبانو پر ضد خپل پوځي عملیات کوي: (( کمانډو ځواکونو په تېرو چاڼیزو عملیاتو کې لويې لاسته راوړنې درلودې او دا ځل به هم کوښښ وكړو چې په عملیاتو کې ملکي تلفات نه وي، زه باوري يم چې كه خداى كول بریالي عملیات به ولرو.))
د ځانګړو کمانډو ځواکونو قومندان برید جنرال امان الله مبین زیاته کړه، کمانډو ځانګړي ځواکونه په پرمختللو او قوي وسایلو سمبال دي او کولی شي چې په هر ډول حالاتو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې وجنګیږي .
د ځانګړو ځواکونو د قومندان په وینا په دغو عملیاتو کې به لومړیتوب هغو ولسوالیو او د ښار اړونده سیمو ته ورکول کیږي چې د کندوز ښار ته ګواښ جوړوي او ښار ته نږدې سیمې بلل کیږي.


