د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د دې ولايت په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د وسله والو خپلمنځي نښتو او د امنیتي ځواکونو د هوايي برید له امله ۳۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وایي، وسله والو ته دا مرګ ژوبله د تیرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، د اچین او هسکې مېنې ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې د داعش او طالب وسله والو په نښته كې ۱۰ داعش وسله وال وژل شوې او ۱۵ نور ټپیان شوي دي د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د دې ولايت په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د وسله والو خپلمنځي نښتو او د امنیتي ځواکونو د هوايي برید له امله ۳۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وایي، وسله والو ته دا مرګ ژوبله د تیرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، د اچین او هسکې مېنې ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې د داعش او طالب وسله والو په نښته كې ۱۰ داعش وسله وال وژل شوې او ۱۵ نور ټپیان شوي دي: (( همدا راز په دې نښته كې ۶ طالبان وژل شوي، او ۴ نور ټپیان شوي دي.))
په همدې حال کې د امنیه قومندانۍ د چارواکو د معلوماتو له مخې د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې هم د هوایي برید له امله ۲ داعش وسله وال وژل شوي او یوه عراده موټر سایکل یي له منځه تللی دی.
بلخوا په سیمه کې وسله والو طالبانو او داعش ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي، په داسې حال کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د چارواکو د معلوماتو له مخې په هوایي او ځمکنیو عملیاتوکې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


