ads

په خيبر پښتونخوا كې نسبتاً زوروره زلزله شوې

د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې نن سهار وختي د يوې نسبتاً زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.پاکستاني رسنيو ويلي، چې د يادې زلزلې ټکانونه د خيبر پښتونخوا په چترال، دير، ملاکنډ او يو شمېر نورو سيمو کې محسوس شوي، خو تراوسه يې د ځاني او مالي زيانونو په اړه څه نه دي […]

نویسنده: TKG
6 غویی 1395
په خيبر پښتونخوا كې نسبتاً زوروره زلزله شوې

د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې نن سهار وختي د يوې نسبتاً زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې د يادې زلزلې ټکانونه د خيبر پښتونخوا په چترال، دير، ملاکنډ او يو شمېر نورو سيمو کې محسوس شوي، خو تراوسه يې د ځاني او مالي زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.
د پاکستان د زلزلې پېژندنې ادارې چارواکو ويلي، چې د يادې زلزلې مرکز د افغانستان او تاجکستان ګډه پوله کې تر ځمکې لاندې په ۱۱۶ کيلومټرۍ کې و.
د دې زلزلې ټکانونه د افغانستان په يو شمېر سيمو کې هم محسوس شوي دي. د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې نن سهار وختي د يوې نسبتاً زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې د يادې زلزلې ټکانونه د خيبر پښتونخوا په چترال، دير، ملاکنډ او يو شمېر نورو سيمو کې محسوس شوي، خو تراوسه يې د ځاني او مالي زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.
د پاکستان د زلزلې پېژندنې ادارې چارواکو ويلي، چې د يادې زلزلې مرکز د افغانستان او تاجکستان ګډه پوله کې تر ځمکې لاندې په ۱۱۶ کيلومټرۍ کې و.
د دې زلزلې ټکانونه د افغانستان په يو شمېر سيمو کې هم محسوس شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA