ads

هغه پاك ترافيك له ناروغۍ كړېږي چې ۲۹ كاله يې د خلكو خدمت وكړ

تورن صبور، هغه ټرافیک پولیس چې له تېرو ۲۹ کالو راپه دېخوا یې هره ورځ د کابل پر سړکونو د خلکو لپاره لار پرانېستلې، ستونزې یې لېرې کړي، خو نن په خپله له یوې لویې ستونزې سره لاس او ګرېوان دی.د کابل ټرافیکو افسرعبدالصبور شیرزی چې د یوه پاک انسان جایزه یې هم تر لاسه […]

نویسنده: TKG
6 غویی 1395
هغه پاك ترافيك له ناروغۍ كړېږي چې ۲۹ كاله يې د خلكو خدمت وكړ

تورن صبور، هغه ټرافیک پولیس چې له تېرو ۲۹ کالو راپه دېخوا یې هره ورځ د کابل پر سړکونو د خلکو لپاره لار پرانېستلې، ستونزې یې لېرې کړي، خو نن په خپله له یوې لویې ستونزې سره لاس او ګرېوان دی.
د کابل ټرافیکو افسرعبدالصبور شیرزی چې د یوه پاک انسان جایزه یې هم تر لاسه کړې،  له تېرې یوې میاشتې راهېسې د تنفسي ناروغۍ له کبله د ناروغۍ پر بستر پروت دی. دی وایي، له تېرو درېو کلونو راهیسې د یادې ناروغۍ له کبله کړېږي، خو تر اوسه یې سمه تداوي نه ده شوې: (( درې واره بستر شوم، هند ته يې واستولم، دولت ډېرې هلې ځلې وكړې اوس په كور كې پروت يم، تداوي كوم، ډاكټر راته ويلي چې درې مياشتې په كور كې يې ښه كېږې، له خاورو او دوړو ځان ساتم.)) تورن صبور، هغه ټرافیک پولیس چې له تېرو ۲۹ کالو راپه دېخوا یې هره ورځ د کابل پر سړکونو د خلکو لپاره لار پرانېستلې، ستونزې یې لېرې کړي، خو نن په خپله له یوې لویې ستونزې سره لاس او ګرېوان دی.
د کابل ټرافیکو افسرعبدالصبور شیرزی چې د یوه پاک انسان جایزه یې هم تر لاسه کړې،  له تېرې یوې میاشتې راهېسې د تنفسي ناروغۍ له کبله د ناروغۍ پر بستر پروت دی. دی وایي، له تېرو درېو کلونو راهیسې د یادې ناروغۍ له کبله کړېږي، خو تر اوسه یې سمه تداوي نه ده شوې: (( درې واره بستر شوم، هند ته يې واستولم، دولت ډېرې هلې ځلې وكړې اوس په كور كې پروت يم، تداوي كوم، ډاكټر راته ويلي چې درې مياشتې په كور كې يې ښه كېږې، له خاورو او دوړو ځان ساتم.))
تورن صبور شیرزی چې له خپلې دندې سره د بې سارې مینې له کبله ان د طالبانو د رژیم پر مهال هم له دندې نه دی لاس په سر شوی وایي، له تېرو پنځه ویشت کلونو راهیسې یې په پوره ایماندارۍ خپله دنده مخته وړې او تل یې هڅه کړې چې د خپلو خلکو په مخکې را ولاړې شوې ستونزې لرې کړې دي. دی وایي، اوسمهال یې روغتیا يي وضعيت خراب دى، خو لا هم خپلو خلکو ته د خدمت کلک هوډ لري: (( كه رتبه مې جنرال هم شي، خو زه افتخار كوم چې په جاده كې ودرېږم او خلكو ته خدمت وكړم، خو اوس چې ښه شم غواړم بيا خپل كار ته دوام وركړم.))
افسر صبور شیرزي ته د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ښو خدماتو له کبله د تورن رتبه ورکړل شوه او همدارنګه په نقدي امتیازاتو ونازول شو، خو سره له دې هم له اقتصادي ستونزو کړېږي او دومره څه په لاس کې نه لري چې وتوانېږي خپله درملنه پرې وکړي.
صبور اوس هم مرستې ته اړتیا لري خو وایي، خلک یې له ناروغۍ څخه د خبرېدو وروسته اوس هم ورته ټیلفونونه کوي او ورسره د خپلو مرستو ژمنه کوي. دى وايي له دې ټولو مرستو پرته افغان حکومت هم درې ځله د درملنې لپاره له هېواده بهر لېږلی دی.
تورن صبور شیرزی اوسمهال تر درملنې دی او ډاکټران یې وایي چې نور نه باید پر سړک و دریږي.
ډاكټر حامد وردګ د صبور شېرزي تداوي كوي، هغه ده ته اجازه نه وركوي چې بيا پر سړك ودرېږي: (( تكليف يې دوامداره دى، دوا يې مشكل يو څه كمولى شي، خو په بشپړه توګه يې ناروغي له منځه وړلى نه شي، دى بايد پرهېز وكړي.))
خو تورن شیرزی وایي، د کابل پولیسو مدیریت ورسره ژمنه کړې چې د کابل د ټرافیکو مدیریت پورې اړوند یوې ادارې کې دننه به دنده ورکړي چې دی هم ورته منتظر دی.
۵۴ کلن صبور شیرزاد په ننګرهار ولایت کې زیږېدلی، خو کابل ته راکډه شوى او دلته یې تر ۸ ټولګي پورې زده کړې کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA