د کندوز امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولايت كې يې د وسله والو طالبانو نظامي مسوول او د دې ډلې مهم غړی قاري سلیم نیولی دی؟
د پامیر د ۲۰ فرقې قمندان برید جنرال غلام محی الدین غوري وایي، تېره شپه ۱ بجه یې د وسله والو طالبانو یو تن مهم غړی چې د کندوز په سقوط کې یې رغنده رول درلود، په يو لړ شپنيو عملياتو كې يې له خپلو پنځو ساتونكو سره نيولى دى: (( عمليات مو د كندوز په خان اباد كې ورپسې وكړل، پنځه ساتونكي يې ورسره نيول شوي، پنځه نور په مخامخ نښته كې وژل شوي.)) د کندوز امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولايت كې يې د وسله والو طالبانو نظامي مسوول او د دې ډلې مهم غړی قاري سلیم نیولی دی؟
د پامیر د ۲۰ فرقې قمندان برید جنرال غلام محی الدین غوري وایي، تېره شپه ۱ بجه یې د وسله والو طالبانو یو تن مهم غړی چې د کندوز په سقوط کې یې رغنده رول درلود، په يو لړ شپنيو عملياتو كې يې له خپلو پنځو ساتونكو سره نيولى دى: (( عمليات مو د كندوز په خان اباد كې ورپسې وكړل، پنځه ساتونكي يې ورسره نيول شوي، پنځه نور په مخامخ نښته كې وژل شوي.))
د پامیر د ۲۰ مې فرقې قومندان برید جنرال غلام محی الدین زیاته کړه، قاري سلیم د وسله والو طالبانو مهم غړی دی او په ځانمرګو بريدونو، ماین جوړولو او د دولتي چارواکو په ترور كولو كې په لاس لرلو تورن دی.
غوري زیاته کړه، د دوی شپېني عملیات به دوام لري او د وسله والو طالبانو مهم غړي به ونیسي.


