ads

غني: ژر به د دفاع وزير او ملي امنيت رئيس ولسي جرګې ته معرفي شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې تر راتلونكو څو ورځو به د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست لپاره كانديد چارواکي ولسي جرګې ته معرفي کړي.نوموړي نن د ملي شورا ځانګړې ناستې ته د وينا په مهال د سرپرستۍ پر ختمولو ټينګار وكړ.دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې شنبې په […]

نویسنده: TKG
6 غویی 1395
غني: ژر به د دفاع وزير او ملي امنيت رئيس ولسي جرګې ته معرفي شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې تر راتلونكو څو ورځو به د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست لپاره كانديد چارواکي ولسي جرګې ته معرفي کړي.
نوموړي نن د ملي شورا ځانګړې ناستې ته د وينا په مهال د سرپرستۍ پر ختمولو ټينګار وكړ.
دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د ولسي جرګې مشر له جمهور رئيس څخه غوښتي و، چې د ملي شورا د ځانګړې غونډې تر جوړېدو مخکې دې د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست لپاره كانديد چارواکي دې جرګې ته معرفي کړي. جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې تر راتلونكو څو ورځو به د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست لپاره كانديد چارواکي ولسي جرګې ته معرفي کړي.
نوموړي نن د ملي شورا ځانګړې ناستې ته د وينا په مهال د سرپرستۍ پر ختمولو ټينګار وكړ.
دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د ولسي جرګې مشر له جمهور رئيس څخه غوښتي و، چې د ملي شورا د ځانګړې غونډې تر جوړېدو مخکې دې د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست لپاره كانديد چارواکي دې جرګې ته معرفي کړي.
محمد معصوم ستانکزى د تېر کال د غبرګولي له لومړيو د ملي دفاع وزارت او مسعود اندرابي د تېر کال له ليندۍ مياشتې راهيسې د ملي امنيت رياست د سرپرست په توګه کار کوي.
د يادونې وړ ده، چې د قانون له مخې هېڅ چارواکى تر  دوو مياشتو زيات د سرپرست په توګه کار نه شي کولى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA