ads

غني: له پاكستانه نه غواړو چې طالبان سولې ته راولي، پر ژمنو عمل ترې غواړو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له پاكستانه دا تمه نه لري، چې طالبان دې سولې ته راولي.نوموړي دا خبره نن د ملي شورا ځانګړې ناستې ته د وينا په مهال وكړه.هغه زياته كړه، چې پاكستان دې په څلور اړخيز هوكړه ليك كې په خپلو كړو ژمنو عمل وكړي.د جمهور رئيس غني په وينا، كه […]

نویسنده: TKG
6 غویی 1395
غني: له پاكستانه نه غواړو چې طالبان سولې ته راولي، پر ژمنو عمل ترې غواړو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له پاكستانه دا تمه نه لري، چې طالبان دې سولې ته راولي.
نوموړي دا خبره نن د ملي شورا ځانګړې ناستې ته د وينا په مهال وكړه.
هغه زياته كړه، چې پاكستان دې په څلور اړخيز هوكړه ليك كې په خپلو كړو ژمنو عمل وكړي.
د جمهور رئيس غني په وينا، كه پاكستان په خپله خاوره كې د ترهګرو په ضد عمليات نه كوي، نو هغوى دې له نيولو وروسته افغان دولت ته وسپاري، ترڅو دلته محاكمه شي. جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له پاكستانه دا تمه نه لري، چې طالبان دې سولې ته راولي.
نوموړي دا خبره نن د ملي شورا ځانګړې ناستې ته د وينا په مهال وكړه.
هغه زياته كړه، چې پاكستان دې په څلور اړخيز هوكړه ليك كې په خپلو كړو ژمنو عمل وكړي.
د جمهور رئيس غني په وينا، كه پاكستان په خپله خاوره كې د ترهګرو په ضد عمليات نه كوي، نو هغوى دې له نيولو وروسته افغان دولت ته وسپاري، ترڅو دلته محاكمه شي.
نوموړى وايي، چې پاكستان دې د يو مسوول دولت په توګه د ټولو ترهګرو ډلو په ضد عمل وكړي او په خبره يې ښه او بد ترهګر وجود نه لري: (( نن غواړم دا خبره واضح كړم چې موږ له پاكستانه دا توقع نه لرو چې طالبان دې سولې ته راوړي، خو له پاكستانيانو غواړو چې په څلور اړخيزه توافقنامه كې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د هغو كسانو پر خلاف  نظامي عمليات وكړي چې زموږ د امنيتي ادارو او د بين المللي همكمارانو د استخباراتي معلوماتو پر اساس او په خپله د پاكستاني مقاماتو په قول مركزونه يې پاكستان او رهبران يې هم په پاكستان كې اوسي، كه عمليات نه كوي، نو لطفا دې يې زموږ شرعي محكمو ته وسپاري چې د خپلو عملونو سزا وويني.))
جمهور رئيس غني زياته كړه، له هغو كسانو سره به جدي چلند وشي، چې د افغان امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو وينه تويوي.
د هغه په خبره، افغان دولت ژمن دى، چې د اعدام په ګډون د محكمو او عدلي او قضايي نظام پرېكړې په قاطعيت عملي كړي: (( تاسې د ولس استازو  او د هېواد شريفو خلكو ته ډاډ وركوم چې د يو جمهور رئيس په توګه او د امنيت او د افغان وګړو د حقوقو د ساتونكي په توګه ، د هغو خلكو په مقابل كې به چې زموږ د خلكو او سرتېرو وينه تويوي، په قاطعيت برخورد وكړم، په مجازاتو كې به يې هېڅ ترديد ونه كړو، د هغو خلكو دوران تېر دى چې له بې مؤجبه بخښنې به برخورداره وو، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت متعهد دى چې د محاكمو او عدلي نظام فيصلې به كه هغه اعدام هم وي، په قاطعيت او  پياوړې اراده عملي كوي.))
جمهور رئيس غني يادې څرګندونې په داسې حال کې كوي، چې پاکستان له ژمنې سره سم طالبان له افغان دولت سره خبرو ته حاضر نه کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA