له سوريې سره په ګډه پوله د ترکيې په کليس ښار کې تېره شپه د يوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوى، خو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويل شوي.
په همدې حال کې پرون مازيګر مهال د سوريې له خاورې، چې د داعش تر کنټرول لاندې سيمه بلل کېږي، دوه توغندي پر همدې ښار توغول شوي، چې له كبله يې پنځلس کسان ټپيان شول، چې دولس پکې امنيتي سرتېري بلل شوي دي.
تراوسه د تېرې شپې چاودنې د بڼې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو يو شمېر ځايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې ښايي ياده چاودنه هم له پولې ور اخوا د داعش وسله والې ډلې د توغول شوي توغندي له كبله رامنځته شوې وي. له سوريې سره په ګډه پوله د ترکيې په کليس ښار کې تېره شپه د يوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوى، خو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويل شوي.
په همدې حال کې پرون مازيګر مهال د سوريې له خاورې، چې د داعش تر کنټرول لاندې سيمه بلل کېږي، دوه توغندي پر همدې ښار توغول شوي، چې له كبله يې پنځلس کسان ټپيان شول، چې دولس پکې امنيتي سرتېري بلل شوي دي.
تراوسه د تېرې شپې چاودنې د بڼې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو يو شمېر ځايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې ښايي ياده چاودنه هم له پولې ور اخوا د داعش وسله والې ډلې د توغول شوي توغندي له كبله رامنځته شوې وي.
تر چاودنې وروسته خلک لارو او کوڅو ته وتلي او د جګړې د بندېدو غوښتنه يې كړې ده.


