شمالي کوريا له سمندري اوبتل څخه په برياليتوب يو بل بالستيک توغندى و ازمايه.
د دغه هېواد چارواکو تاييد کړې، چې دغه توغندى يې پرون توغولى دى.
د ياد توغندي په اړه ويل کېږي، چې اټومي کوپړۍ هم انتقالولى شي او پخپله د شمالي کوريا د کمونيست رهبر کيم جونګ اون په امر توغول شوى دى.
د شمالي كوريا پوځي چارواکو ويلي، چې د توغندي بريالۍ ازموينې څخه يې رهبر راضي دى او دا يې د خپل هېواد يوه بله ستره لاسته راوړنه بللې ده. شمالي کوريا له سمندري اوبتل څخه په برياليتوب يو بل بالستيک توغندى و ازمايه.
د دغه هېواد چارواکو تاييد کړې، چې دغه توغندى يې پرون توغولى دى.
د ياد توغندي په اړه ويل کېږي، چې اټومي کوپړۍ هم انتقالولى شي او پخپله د شمالي کوريا د کمونيست رهبر کيم جونګ اون په امر توغول شوى دى.
د شمالي كوريا پوځي چارواکو ويلي، چې د توغندي بريالۍ ازموينې څخه يې رهبر راضي دى او دا يې د خپل هېواد يوه بله ستره لاسته راوړنه بللې ده.
په همدې حال کې شمالي کوريا ويلي، چې که امريکا او جنوبي کوريا خپل ګډ پوځي تمرينونه ودروي، نو دغه هېواد به د بالستيک توغنديو ازموينې نه ترسره کوي او د خپل اټومي پروګرام په محدودولو کې به هڅې وکړي.
تر دې وړاندې هم شمالي كوريا د اټومي، هايډروجني او بالستيک توغنديو ازموينې ترسره کړې دي.


