ads

د سوريې د حكومتي ځواكونو هوايي بريدونه، ۳۱ مړه، لسګونه ټپيان

په سوريه کې د حکومتي ځواکونو په هوايي بريد کې ۳۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.د سوريې د بشري حقونو ادارې چارواکو، چې مرکز يې په لندن کې دى ويلي، چې دغه هوايي بريد پرون د پايتخت دمشق په لس کيلو مټرۍ دوما ښار کې شوى دى.په بريد کې د سوداګرۍ […]

نویسنده: TKG
5 غویی 1395
د سوريې د حكومتي ځواكونو هوايي بريدونه، ۳۱ مړه، لسګونه ټپيان

په سوريه کې د حکومتي ځواکونو په هوايي بريد کې ۳۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو ادارې چارواکو، چې مرکز يې په لندن کې دى ويلي، چې دغه هوايي بريد پرون د پايتخت دمشق په لس کيلو مټرۍ دوما ښار کې شوى دى.
په بريد کې د سوداګرۍ يو مارکېټ په نښه شوى او ډېرى وژل شوي کسان ملکي وګړي بلل شوي دي. په سوريه کې د حکومتي ځواکونو په هوايي بريد کې ۳۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو ادارې چارواکو، چې مرکز يې په لندن کې دى ويلي، چې دغه هوايي بريد پرون د پايتخت دمشق په لس کيلو مټرۍ دوما ښار کې شوى دى.
په بريد کې د سوداګرۍ يو مارکېټ په نښه شوى او ډېرى وژل شوي کسان ملکي وګړي بلل شوي دي.
ژغورونکو ويلي، چې ښايي د وژل شوو کسانو شمېر تر دې هم واوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په همدې سيمه کې تر دې څو ساعته وړاندې په بل هوايي بريد کې لس کسان وژل شوي وو.
د سوريې د پايتخت دمشق څنډو کې تر ډېره د بشارالاسد د حکومت وسله وال مخالفين ځاى پر ځاى دي، چې څو ځله يې ترمنځ خونړۍ نښتې هم رامنځته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA