د ترکيې په جنوب ختيځ “ماردين” سيمه کې د يوې چاودنې له كبله پنځلس کسان ټپيان شوي، چې دولس پکې پوليس دي.
ترکي رسنيو ويلي، چې دا چاودنه پرون شوې ده.
دغه چاودنه په داسې حال کې كېږي، چې فارس خبري اژانس د ترکي رسنيو له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې په ياده سيمه کې د ترکي ځواکونو او کردي ملېشو تر منځ جګړې هم زور اخيستى دى.
د “حريت” په نوم ترکۍ ورځپاڼۍ د پوځي چارواکو له قوله د يادې چاودنې پړه پر پي کې کې کردي وسله والې ډلې ور اچولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ