ټاکل شوې، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني سبا د ملي شورا له دواړو جرګو سره پر يو لړ ملي مسايلو او د هېواد پر اوسني حالت خبرې وکړي.
د ملي شورا يو شمېر غړي له جمهور رئيس څخه غواړي، چې ملي شورا ته يې ورتګ تشريفاتي نه وي، بلکې د هېواد د اوسنيو ستونزو په اړه يو جدي تصميم ونيسي.
د جمهور رئيس د وياند مرستيال دواخان مينه پال كليد ته وويل، جمهور رئيس غني به د ملي شورا له غړو سره د هېواد پر اوسنيو حالاتو، له امنيتي ځواکونو څخه د ملي شورا او خلکو د ملاتړ، د سولې د تګلارې او د سولې په وړاندې د خنډونو په اړه د ملي شورا غړو سره خبرې وکړي او د هغوى مشوره به واخلي. ټاکل شوې، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني سبا د ملي شورا له دواړو جرګو سره پر يو لړ ملي مسايلو او د هېواد پر اوسني حالت خبرې وکړي.
د ملي شورا يو شمېر غړي له جمهور رئيس څخه غواړي، چې ملي شورا ته يې ورتګ تشريفاتي نه وي، بلکې د هېواد د اوسنيو ستونزو په اړه يو جدي تصميم ونيسي.
د جمهور رئيس د وياند مرستيال دواخان مينه پال كليد ته وويل، جمهور رئيس غني به د ملي شورا له غړو سره د هېواد پر اوسنيو حالاتو، له امنيتي ځواکونو څخه د ملي شورا او خلکو د ملاتړ، د سولې د تګلارې او د سولې په وړاندې د خنډونو په اړه د ملي شورا غړو سره خبرې وکړي او د هغوى مشوره به واخلي.
جمهور رئيس وروسته له هغې له ملي شورا سره د ګډې غونډې پرېکړه وکړه، چې د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د ملي امنيت پر لسم رياست ځانمرګي او ډله ييز وسله وال بريد له شپېتو ډېر کسان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل.


