د كندهار د بشر د حقونو خپلواك كمسيون وايي، په دغه ښار كې د خلكو لخوا سوالګرو كوچنيانو ته پيسې وركول د دې سبب شوي چې د كوچنيو سوالګرو شمېر اندېښمنوونكي حد ته زيات شي.
د كندهار د بشر د حقونو خپلواك كمسيون مشران وايي، دا مهال تر بل هر بل وخت له ۱۲ كلونو څخه د كم عمر لرونكو سوالګرو شمېر زيات دى چې ګڼ شمېر يې نجونې دي.
دغه سوالګر د سوال لپاره بېلا بېلې لارې خپلوي چې ځينې يې د سپېلينيو لوګي كولو په بهانه او ځينې يې د اوبو خرڅولو، موچيتوب او د موټر د ښيښو پاكولو په بهانه د سړك پر غاړو، پلې لارو او واټونو له خلكو پيسې غواړي. د كندهار د بشر د حقونو خپلواك كمسيون وايي، په دغه ښار كې د خلكو لخوا سوالګرو كوچنيانو ته پيسې وركول د دې سبب شوي چې د كوچنيو سوالګرو شمېر اندېښمنوونكي حد ته زيات شي.
د كندهار د بشر د حقونو خپلواك كمسيون مشران وايي، دا مهال تر بل هر بل وخت له ۱۲ كلونو څخه د كم عمر لرونكو سوالګرو شمېر زيات دى چې ګڼ شمېر يې نجونې دي.
دغه سوالګر د سوال لپاره بېلا بېلې لارې خپلوي چې ځينې يې د سپېلينيو لوګي كولو په بهانه او ځينې يې د اوبو خرڅولو، موچيتوب او د موټر د ښيښو پاكولو په بهانه د سړك پر غاړو، پلې لارو او واټونو له خلكو پيسې غواړي.
د سوالګرو کوچنيانو ډېرښت کندهار ښاریان اندېښمن کړي دي. یو تن ټکسي چلوونکى فضل محمد وايي، هره ورځ په لسګونه کوچنۍ نجونې او کوچني هلکان ورته د خيرات غوښتنې لپاره درېږي: (( دا كوچنيان ورځ تر بلې ډېرېږي، له دولته غواړم چې د دغو كوچنيانو غم وخوري.))
د کندهار د بشر د حقونو خپلواک کمسيون هم د دغسي سوالګرو کوچنیانو ډیرښت اندېښمن كړى دى.
ددغه کمسيون د کوچنیانو د برخې مسئوول شمس الدین تنویر کلید راډيو ته وویل، ځينې کوچنیان په مستقیم ډول په سوال اخته دي او بل ډول کوچنیان د مور او پلار لخوا سوال کولو وسیله ګرځول کیږي: ((کوچنیو سوالګرو ته باید د کندهار اوسیدونکي خیرات ورنه کړي ځکه دغسې کوچنیانو ته خیرات ورکول د دې سبب شوى چې شمیر يې ډېر شي.))
ومو غوښتل، په کندهار کي د سوالګرو کوچنیانو په اړه د کندهار د کار او ټولنیزو چارو د ریاست له مسئولینو سره هم خبري وکړو خو تر ډېرو هڅو وروسته هم رئيس نظر علي قاطع جواب ويلو ته حاضر نه شو.
دا چې په کندهار کې به د سوالګرو کوچنيانو راتلونكى برخليک څه وي؟ او دولت به يې په اړه څه اقدام کوي؟ لا معلومه نه ده.


