په عراق كې د پرله پسې چاودنو او ډزو په نتيجه كې اته تنه وژل شوي، ګڼ ټپيان دي.
امنيتي چارواكي همدا راز وايي، په ځانګړو عملياتو كې يې له دوه سوو زيات بنديان هم له ياغيانو راخوشې كړي دي.
عراقي رسنيو خبر وركړى چې پرون د بغداد په مداين كې په يوه كيفې كې دننه چاودنې اته تنه ټپيان كړي، خو د عراق په ختيځه غاړه نابيوك كې بيا چاودنې دوه تنه وژلي او اووه نور ټپيان كړي دي. په عراق كې د پرله پسې چاودنو او ډزو په نتيجه كې اته تنه وژل شوي، ګڼ ټپيان دي.
امنيتي چارواكي همدا راز وايي، په ځانګړو عملياتو كې يې له دوه سوو زيات بنديان هم له ياغيانو راخوشې كړي دي.
عراقي رسنيو خبر وركړى چې پرون د بغداد په مداين كې په يوه كيفې كې دننه چاودنې اته تنه ټپيان كړي، خو د عراق په ختيځه غاړه نابيوك كې بيا چاودنې دوه تنه وژلي او اووه نور ټپيان كړي دي.
چارواكي همدا راز وايي، د بغداد په لويديځه غاړه كې بيا وسله والې نښتې څلور تنه وژلي دي.
امنيتي ځواكونو همدا راز زياته كړې چې په شمالي ايالت صلاح الدين كې يې د عملياتو پر مهال له وسله والو څخه دوه سوه بنديان راخوشې كړي چې ماشومان او مېرمنې هم په كې شاملې دي.


