ads

زابل كې بېلا بېلې پېښې، ۴وسله وال مړه، ۸ وسله وال او ۳ ملكيان ټپيان

د زابل امنیتي چارواکي وايي، په نوبهار ولسوالۍ کې د یوې نښتې پر مهال دولس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي  كليد ته ويلي، دغه نښته پرون د لوړګي په سیمه رامنځته شوې چې په کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ژوبل […]

نویسنده: TKG
4 غویی 1395
زابل كې بېلا بېلې پېښې، ۴وسله وال مړه، ۸ وسله وال او ۳ ملكيان ټپيان

د زابل امنیتي چارواکي وايي، په نوبهار ولسوالۍ کې د یوې نښتې پر مهال دولس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي  كليد ته ويلي، دغه نښته پرون د لوړګي په سیمه رامنځته شوې چې په کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ژوبل دي.
فراهي زياته كړه، د نښتې پرمهال یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

د یو بل خبر له مخې د نوبهار- شینکۍ پر لاره د سړك د غاړې ماین چاودنې درې عام وګړي ټپیان كړي دي.
د امنیت آمر د پېښې پخلی کوي او وايي دغه ماین پر یوه ټونس موټر چاودلی چې اوس د پېښې د يو ټپي روغتیايي حالت نازک دی.
د وسله والو مخالفینو کومې ډلې په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA