ads

د هرات امنيه قومندان: تر څو شينډنډ په ۳ ولسواليو تقسيم نه شي، وضعيت به ښه نه شي

د هرات امنيه قومندان جنرال مجيد روزي وايي، تر هغې چې د دې ولايت شينډنډ ولسوالي په دريو ولسواليو تقسيم شوې نه وي په امنيتي وضعيت كې به يې ښه والى رانه شي.جنرال روزي كليد ته وايي، په دريو كوچنيو واحدونو د شينډنډ د ويشلو طرحه موجوده او دغلته د امنيتي ګواښونو د كمولو لپاره […]

نویسنده: TKG
4 غویی 1395
د هرات امنيه قومندان: تر څو شينډنډ په ۳ ولسواليو تقسيم نه شي، وضعيت به ښه نه شي

د هرات امنيه قومندان جنرال مجيد روزي وايي، تر هغې چې د دې ولايت شينډنډ ولسوالي په دريو ولسواليو تقسيم شوې نه وي په امنيتي وضعيت كې به يې ښه والى رانه شي.
جنرال روزي كليد ته وايي، په دريو كوچنيو واحدونو د شينډنډ د ويشلو طرحه موجوده او دغلته د امنيتي ګواښونو د كمولو لپاره مؤثره لار ده .
د هرات امنيه قومندان زياتوي، دا مهال په شينډنډ كې روانه جګړه سياسي اړخونه لري او حل يې يوازې په دريو واحدونو د دې ولسوالۍ په ويش كې ويني: (( د دغه پلان له مخې د شينډنډ اداري او  امنيتي تشكيلات د دريو نويو ولسواليو په رامنځته كولو له ۷۰ تر ۸۰ فيصدو پورې امنيتي برخه كې مرسته كوي او تاوتريخوالى ورسره راكمېږي. د هرات امنيه قومندان جنرال مجيد روزي وايي، تر هغې چې د دې ولايت شينډنډ ولسوالي په دريو ولسواليو تقسيم شوې نه وي په امنيتي وضعيت كې به يې ښه والى رانه شي.
جنرال روزي كليد ته وايي، په دريو كوچنيو واحدونو د شينډنډ د ويشلو طرحه موجوده او دغلته د امنيتي ګواښونو د كمولو لپاره مؤثره لار ده .
د هرات امنيه قومندان زياتوي، دا مهال په شينډنډ كې روانه جګړه سياسي اړخونه لري او حل يې يوازې په دريو واحدونو د دې ولسوالۍ په ويش كې ويني: (( د دغه پلان له مخې د شينډنډ اداري او  امنيتي تشكيلات د دريو نويو ولسواليو په رامنځته كولو له ۷۰ تر ۸۰ فيصدو پورې امنيتي برخه كې مرسته كوي او تاوتريخوالى ورسره راكمېږي.
شينډنډ دا مهال د هېواد په لويديځ ولايت هرات كې پرته سويلي ولسوالي ده چې له امنيتي پلوه له سختو ګواښونو سره مخ ولسوالي ګڼل كېږي.
جمهور رئيس غني څه موده وړاندې هرات ته په يو سفر كې شينډنډ ولسوالي د افغانستان لپاره له ناسور سره تشبيه كړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA