د کندوز- تخار لویه لار چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د مساپرو پر مخ تړل شوې وه تېره شپه د یو لړ شپېنيو عملیاتو په پایله کې بېرته پرانيستل شوه.
د کندوز امنیه قومندان پاسوال محمد قسیم جنګل باغ کلید ته په دې اړه وویل، په دغه شپېنيو عملیاتو کې چې د کندوز- تخار د لويې لارې د پرانیستلو لپاره پیل شوي ، ۱۸ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۶ تنه نور یې ټپیان دي.

امنیه قومندان زیاته کړه، اوس د کندوز- تخار لویه لار د مساپرو پر مخ خلاصه ده او مساپر كولى شي له كومې ستونزې پرته پر دغه لار ارام تګ راتګ وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ