ads

خوږياڼو کې د شاهين ۶، نهه ورځيني عمليات پاى ته ورسېدل

د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري پيل شوي نهه ورځني عمليات د جمعې په ورځ په برياليتوب پاى ته ورسېدل.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفين […]

نویسنده: TKG
4 غویی 1395
خوږياڼو کې د شاهين ۶، نهه ورځيني عمليات پاى ته ورسېدل

د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري پيل شوي نهه ورځني عمليات د جمعې په ورځ په برياليتوب پاى ته ورسېدل.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي، دوه ټپيان دي او يو بل له يوې پايې مخابرې سره يو ځاى ژوندى نيول شوى دى. د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري پيل شوي نهه ورځني عمليات د جمعې په ورځ په برياليتوب پاى ته ورسېدل.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي، دوه ټپيان دي او يو بل له يوې پايې مخابرې سره يو ځاى ژوندى نيول شوى دى.
د سرچينې په وينا، همدا راز د يادو عملياتو په مهال د خوږياڼو ولسوالۍ په مملې سيمه کې ديارلس لوى او واړه کلي د وسله والو مخالفينو له شتونه پاک شوي او همدارنګه د جلال اباد –  کابل لويې لارې د چارو ښه ترسراوي او امنيت ټينګښت په هدف د امنيتي پوستو د جوړېدو ترڅنګ دوه بېسونه جوړ او امنيتي ځواکونه پکې ځاى پر ځاى شول.
سرچينه زياتوي، چې په ترسره شوو عملياتو کې پنځلس کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او د ملي اردو ځواکونو د انجنيري ټيم له لوري خنثى شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA