د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ اِې وايي، چې هېواد يې د ترهګرۍ په وړاندې د افغان دولت د جګړې ملاتړ او د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ظرفيتونو د لوړولو او تجهيزاتو په برخه کې همکاري کوي.
نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په بيجينګ د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړې.
د افغانستان د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د چين د بهرنيو چارو وزير له قوله راغلي، چې هېواد يې د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب ملاتړ کوي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ اِې وايي، چې هېواد يې د ترهګرۍ په وړاندې د افغان دولت د جګړې ملاتړ او د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ظرفيتونو د لوړولو او تجهيزاتو په برخه کې همکاري کوي.
نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په بيجينګ د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړې.
د افغانستان د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د چين د بهرنيو چارو وزير له قوله راغلي، چې هېواد يې د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب ملاتړ کوي.
بلخوا د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وويل، چې د ترهګرۍ په وړاندې د افغان دولت جګړه يوازې د افغانستان جګړه نه ده، بلکې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د ټولې سيمې او نړۍ لپاره د ترهګرۍ له ګواښونو سره مقابله کوي.
په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا، له افغانستان سره د چين د اقتصادي همکاريو، د ترهګرۍ په وړاندې ګډې مبارزې او يو شمېر نورو دوه اړخيزو مسايلو په اړه خبرې وشوې.


