نن د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري له ۱۱۷ جګړه ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کار- ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس عبدالحکيم شېرزاد وایي، د یو ان مکی ادارې په مالي مرسته یې په ۱۱۷ هغو کورنیو د۲۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکې وویشل، چې په دې وروستیو کې په یو شمېر پیښو کې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي یا ټپیان شوي دي. نن د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري له ۱۱۷ جګړه ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کار- ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس عبدالحکيم شېرزاد وایي، د یو ان مکی ادارې په مالي مرسته یې په ۱۱۷ هغو کورنیو د۲۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکې وویشل، چې په دې وروستیو کې په یو شمېر پیښو کې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي یا ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، دغه کسان د اچین، کوټ، خوږیاڼو، او حصارک ولسوالیو اوسیدونکي دي.
شیرزاد زياته كړه، دوی پر دې بسنه نه كوي، بلكې هڅه کوي چې د یو ان مکی ادارې له لارې په جنګونو کې عاجل ټپیان د درملنې لپاره خارج ته واستوي.
د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په روان میلادې کال کې یې تر اوسه پورې له ۴۵۰ جنګ ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.


