کندهاري خبریالانو له والي همايون عزيزي سره په ليدنه كې شكايت كړى چې، معلوماتو ته د لاسرسي قانون په شتون کې هم د هېڅ ولايتي او محلي ادارې په اړه معلوماتو ته لاس رسى نه لري.
خبریالانو له همایون عزیزي سره د لیدنې پرمهال خپلې ستونزې او مشکلات شریک او ورته يې شكايت كړى چې لا هم د دولتي ادارو مسئولین پر وخت معلومات نه ورکوي. کندهاري خبریالانو له والي همايون عزيزي سره په ليدنه كې شكايت كړى چې، معلوماتو ته د لاسرسي قانون په شتون کې هم د هېڅ ولايتي او محلي ادارې په اړه معلوماتو ته لاس رسى نه لري.
خبریالانو له همایون عزیزي سره د لیدنې پرمهال خپلې ستونزې او مشکلات شریک او ورته يې شكايت كړى چې لا هم د دولتي ادارو مسئولین پر وخت معلومات نه ورکوي.
دوى ویل، په وار- وار يې راپورونه او خپرونې له همدې امله پاتې شوي چې د دولتي ادارو رئیسانو پر وخت معلومات نه دي وركړي.
په ليدنه كې د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي له ټولو خبریالانو مننه وکړه چي تل يې د فساد په مخنیوي او په دولتي ارګانونو کې د اصلاحاتو په راوستلو کې مرسته کړې.
نوموړي له خبریالانو غوښتنه وکړه چې د فساد په مخنیوي کې باید لا هم له ولایتي ادارې سره همکاري ډېره کړي.
عزیزي د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ته امر وکړ چي ټولو دولتي رئیسانو، مامورینو او ولسوالانو ته رسمي مکتوب واستوي تر څو له رسنیو سره په همكارۍ كې هیڅ ډول ناغيړي ونه كړي.
تر دې وړاندې هم کندهاري خبریالانو له کندهار والي سره په لیدنو کې معلوماتو ته د نه لاسرسي شکایت کړى، خو تر دې دمه يې غږ کوم خاص تاثیر نه دى كړى.


