د سوداګرو ښځو د فدراسيون مشره ګل جان زمری وايي ، كه څه هم په وروستيو كلونو كې په سوداګريزو چارو كې د ښځو ظرفيتونه لوړ شوي، خو مالي منابعو، له بانكونو څخه د پور اخيستنې ،سوداګريزو بنسټونو او د پير او پلور بازارونو ته دهغوی لاسرسۍ ناممكن دی .
د ګل جان په خبره د پانګې اچونې لپاره د سوداګرو ښځو په لار كې ډيرې ستونزې پرتې دي كومې سوداګرې ښځې چې د پور د اخيستو لپاره بانک ته مراجعه كوي نو له هغوی څخه د كور قباله د تضمين په ډول غوښتل كېږي او زموږ په هېواد كې ډير لږ دا امكان شته چې ښځه دې په خپل نوم كور ولري .
نوموړې وايي، كوم بنسټونه چې د ښځو لپاره پروژې وركوي بايد د ښځو دا ستونزې په نظر كې ولري. د سوداګرو ښځو د فدراسيون مشره ګل جان زمری وايي ، كه څه هم په وروستيو كلونو كې په سوداګريزو چارو كې د ښځو ظرفيتونه لوړ شوي، خو مالي منابعو، له بانكونو څخه د پور اخيستنې ،سوداګريزو بنسټونو او د پير او پلور بازارونو ته دهغوی لاسرسۍ ناممكن دی .
د ګل جان په خبره د پانګې اچونې لپاره د سوداګرو ښځو په لار كې ډيرې ستونزې پرتې دي كومې سوداګرې ښځې چې د پور د اخيستو لپاره بانک ته مراجعه كوي نو له هغوی څخه د كور قباله د تضمين په ډول غوښتل كېږي او زموږ په هېواد كې ډير لږ دا امكان شته چې ښځه دې په خپل نوم كور ولري .
نوموړې وايي، كوم بنسټونه چې د ښځو لپاره پروژې وركوي بايد د ښځو دا ستونزې په نظر كې ولري.
په ورته مهال د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال عبدالباري رحمان وايي: “مالي منابعو ته د سوداګرو ښځو د لاسرسي په خاطر بايد داسې پلانونه جوړ شي چې له يوې خوا له هغوی سره مالي مرستې تر سره شي او له بلې خوا مرسته كوونكي اداري او بانكونه زيانمن نشي.”
د هغې په وينا، بانكونه پيسې په پور وركوي، خو خپل معيارونه لري او له خطر سره هم مخ كېږي په هره اندازه چي د يوه بانك لپاره خطر ډير وي مجبوره دي چې ټكټانه لوړه كړي.
“موږ بايد بانكونو ته داسې پاليسي رامنځته كړو چې د پور په وركولو سره كوم خطر چې ورته متوجه کیږي، د كنټرول وړ وي .”
كه څه هم د سوداګرۍ په چارو كې د افغانو ښځو ونډه د پام وړ ده، خو لکه څنګه چې لازمه ده سوداګرۍ ېې وده نه ده کړې .
د سوداګرو ښځو د فدراسیون د مشرې ګل جان زمری له انده سره له دې چې افغان ښځې د دودیزو او ټولنیزو ستونزو او تاوتریخوالو سره مخ دي، خو بیا یی هم په وروستیو کلونو کې اقتصادي لاس ته راوړنې غټې دي .
د ګل جان زمری په وینا ، له لسو کالو را پدیخوا یې افغان دولت او نړیوالې ټولنې ته دښځو لپآره د پانګې اچونې د یو صندوق وړاندیز کړی، خو تر دې دمه افغان حکومت او نړیوالې ټولنې دې کار ته کومه خاصه پاملرنه نده کړې.
كه څه هم د حكومت چارواكي تل په دې خبره ټينګار کوي چې له سوداګرو ښځو څخه مالي ملاتړ د هغوی د كارونو په لومړيتوب كې ځای لري، خو بيا هم د مالي ملاتړ نشت د سوداګرو ښځو د پرمختګ مخه ډب كړې ده.
ع .ملاحت


