روسيه غواړي د روان ميلادي کال تر پايه د لويې وچې ويشتونکى توغندي و ازمايي، چې لس ټنه اټومي کوپړۍ هم انتقالولى شي.
انټرفاکس خبري اژانس پرون د روسيې د دفاع وزارت چارواکو له قوله په خپور شوي رپوټ کې ويلي، چې دغه توغندي ته د “سارمات” نوم ورکړل شوى دى.
روسيه وايي، ياد توغندى د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې خپل هدف په اسانۍ سره ويشتلى شي. روسيه غواړي د روان ميلادي کال تر پايه د لويې وچې ويشتونکى توغندي و ازمايي، چې لس ټنه اټومي کوپړۍ هم انتقالولى شي.
انټرفاکس خبري اژانس پرون د روسيې د دفاع وزارت چارواکو له قوله په خپور شوي رپوټ کې ويلي، چې دغه توغندي ته د “سارمات” نوم ورکړل شوى دى.
روسيه وايي، ياد توغندى د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې خپل هدف په اسانۍ سره ويشتلى شي.
دغه توغندى، چې کار يې له ۲۰۰۹ کال راهيسې پيل شوى دى، له سلو ټنو زيات وزن لري.
روسيه دا ګام وروسته له هغې اخلي، چې په ختيځه اروپا کې د روسيې پولې ته څېرمه ناټو د خپل دفاعي ځواک په پياوړتيا بوخته ده.


