نږدې ۶ ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په شپږو ولسوالیو او د ښار په ۳ خواوو باندې ډله ییز بریدونه وکړل او غوښتل یې چې کندز ته یو ځل بیا سقوط ورکړي خو د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
نن له همدې كبله چې د کندوز امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو په وړاندی سخت مقاومت ښودلی او دوى ته یې ماتې ورکړې وستایل شول.
هغه غونډه چې د ولایت په تالار کې د کندوز د امنیتي ځواکونو د ستایلو په موخه جوړه شوی وه د کندز والي اسدالله عمرخیل کندزیانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی چاڼیز عملیات به تر هغې ادامه لري چې تر څو یې ټول کندوز د وسله والو طالبانو له شتون څخه نه وي پاک کړی.

د کندوز والي د امنیتي ځواکونو د کړنو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې افغان امنیتي تل د خپل ملت په څنګ کې ولاړ دي او هیڅکله طالبانو ته دا اجازه ورنکړي چې یو ځل بیا د کندزیانو ورځینی ژوند ور خراب کړي
د ضربتي لوا قمندان ډګروال خیال نبی احمدزی وایي چې دوي داسی پلانونه لري چې ډیر ژر به کندز د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي
د کندوز په شپږ ولسوالیو او ښار باندې د وسله والو طالبانو نږدی ۶ ورځې تیریږي خو اوس هم د کندوز ښار ته په اړونده سیمو او یو شمیر ولسوالیو څخه وخت نا وخت د جګړو راپورنه خپریږي او لا هم د کندز تخار لویه لاره د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.