د كورنيو چارو وزارت وايي، په كابل كې د پروني ځانمرګي موټر بم بريد او نښتې له كبله د وژل شوو شمېر ۶۴ او د ټپيانو شمېر ۳۴۷ ته رسېدلى دى.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په كابل كې خبري ناستې ته وويل چې په وژل شوو او ټپيانو كې ډېرى ملكي وګړي دي.
د نوموړي په خبره، د دغه پېښې د څېړنې په هدف د ملي امنيت رياست او ملي دفاع او كورنيو چارو وزارتونو د منسوبينو په ګډون يو پلاوي ته دنده سپارل شوې چې دغه پېښه په دقيق ډول وڅېړي.

پرون سهار ۹ بجې د كابل ښار د پل محمود خان په سيمه كې د ملي امنيت د لسم رياست مخې ته لومړى موټر بم بريد ته چاودنه وركړل شوه او وروسته وسله والو له امنيتي ځواكونو سره درې ساعته نښته وكړه.
د پېښې مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.