ads

د خپلو خلكو د هر څاڅكي وينې انتقام اخلو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د خپلو خلکو د هر څاڅکي وينې انتقام به اخلي.نوموړي دا خبره تېر ماښام په شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د كابل د پروني بريد د ټپيانو د حالت پوښتنې په مهال وكړه.د كابل ښار په پل محمود خان سيمه كې د ملي امنيت پر لسم […]

نویسنده: TKG
1 غویی 1395
د خپلو خلكو د هر څاڅكي وينې انتقام اخلو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د خپلو خلکو د هر څاڅکي وينې انتقام به اخلي.
نوموړي دا خبره تېر ماښام په شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د كابل د پروني بريد د ټپيانو د حالت پوښتنې په مهال وكړه.
د كابل ښار په پل محمود خان سيمه كې د ملي امنيت پر لسم رياست پرون سهار شاوخوا نهه بجې لومړى د مو‌ټر په وسيله ځانمرګى بريد وشو او وروسته د وسله والو او امنيتي ځواكونو ترمنځ شاوخوا درې ساعته نښته وشوه. جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د خپلو خلکو د هر څاڅکي وينې انتقام به اخلي.
نوموړي دا خبره تېر ماښام په شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د كابل د پروني بريد د ټپيانو د حالت پوښتنې په مهال وكړه.
د كابل ښار په پل محمود خان سيمه كې د ملي امنيت پر لسم رياست پرون سهار شاوخوا نهه بجې لومړى د مو‌ټر په وسيله ځانمرګى بريد وشو او وروسته د وسله والو او امنيتي ځواكونو ترمنځ شاوخوا درې ساعته نښته وشوه.
په دې پېښه كې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شول او له ۳۵۰ زيات ټپيان شول.
جمهور رئيس غني دغه بريد يو ناوړه، غير اسلامي او غير انساني عمل وباله.
هغه زياته كړه، چې دا عمل د جاهليت د فرهنګ نمايندګي کوي او د اسلام په مبين دين کې ځای نه لري.
د هېواد جمهور رئيس په تندو الفاظو وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې د ده په وينا، په بزدلانه بريدونو د افغانانو اراده نه شي کمزورې کولای.
جمهور رئيس غني د کابل ښار د ټولو روغتونونو مسوولينو ته، چې د يادې پېښې د ټپيانو په درملنه بوخت دي، لارښوونه وکړه، چې د ټپيانو د درملنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA