د جوزجان ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په اقچه ولسوالۍ كې يې د وسله والو مخالفينو پر ضد عملياتو كې مقابل لوري ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري په دې اړه كليد ته وويل، تر دې دمه يې په پيل شويو عملياتو كې دوه لوى كلي له وسله والو پاك كړي او دا مهال په قزل سقز، سرخ و قزل كول كې عمليات روان دي: (( په جګړه كې د ملا رسول په نوم د طالبانو يو قومندان وژل شوى، او د طالبانو نومول شوى ولسوال په كې ټپي دى.)) د جوزجان ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په اقچه ولسوالۍ كې يې د وسله والو مخالفينو پر ضد عملياتو كې مقابل لوري ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري په دې اړه كليد ته وويل، تر دې دمه يې په پيل شويو عملياتو كې دوه لوى كلي له وسله والو پاك كړي او دا مهال په قزل سقز، سرخ و قزل كول كې عمليات روان دي: (( په جګړه كې د ملا رسول په نوم د طالبانو يو قومندان وژل شوى، او د طالبانو نومول شوى ولسوال په كې ټپي دى.))
غفوري همدا راز وايي، د دې ولايت په قوش تپه كې هم جګړه روانه ده او همدا نن د جنرال دوستم په مشرۍ دلته عمليات پيل شوي دي: (( تر اوسه په جګړو كې ۳۰ طالب وسله وال وژل شوي او څه كم ۴۰ بيا ټپيان دي.))
بايد وويل شي چې دا د شمال په طرف جوزجان او فارياب ته د جمهور رئيس د لومړي مرستيال جنرال دوستم په مشرۍ د وسله والو مخالفانو پر ضد د لښكر كشۍ درېيم ځل دى.
افغان ځواكونه په دغو ولايتونو كې هر وار مخالف لوري ته د ضربې اړولو خبره كوي، مګر جګړه بيا پيلېږي.


