د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، افغان هوايي ځواكونو نن سهار په اچین ولسوالۍ کې د درنو بريدونو په ترڅ كې ۲۰ داعش وسله وال وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته ياده مرګ ژوبله تاييد كړه او زياته يې كړه چې دغه عمليات د اچين په مامند دره كې شوي دي: (( شل وسله وال يې مړه دي، لسګونه نور ټپيان دي، په دغو بریدونو کې د داعش وسله والې ډلې لسګونه وسلې هم له منځه تللي دي، په بریدونو کې نور چاته زیان نه دی اوښتی.)) د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، افغان هوايي ځواكونو نن سهار په اچین ولسوالۍ کې د درنو بريدونو په ترڅ كې ۲۰ داعش وسله وال وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته ياده مرګ ژوبله تاييد كړه او زياته يې كړه چې دغه عمليات د اچين په مامند دره كې شوي دي: (( شل وسله وال يې مړه دي، لسګونه نور ټپيان دي، په دغو بریدونو کې د داعش وسله والې ډلې لسګونه وسلې هم له منځه تللي دي، په بریدونو کې نور چاته زیان نه دی اوښتی.))
بلخوا داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په اچین کې داعش وسله والو ته دا مرګ ژوبله په داسې حال کې اوړي، چې په دې وروستیو کې جمهور رئيس غني ویلې، داعش وسله وال یې په ګونډو کړي دي.


