ads

كونړ: ناړۍ ولسوالۍ كې د طالبانو بريدونه، ۶ طالبان مړه، ۱۱ ټپيان

د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وایي، په ناړۍ ولسوالۍ کې يې د وسله والو بریدونه پر شا تمبولي او پرمهال یې ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.د کونړ د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید دهقان کلید ته وویل، نن سهار وسله والو طالبانو د ناړۍ ولسوالۍ د سنګر بوشې سیمې پر پوستو بریدونه […]

نویسنده: TKG
31 وری 1395
كونړ: ناړۍ ولسوالۍ كې د طالبانو بريدونه، ۶ طالبان مړه، ۱۱ ټپيان

د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وایي، په ناړۍ ولسوالۍ کې يې د وسله والو بریدونه پر شا تمبولي او پرمهال یې ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید دهقان کلید ته وویل، نن سهار وسله والو طالبانو د ناړۍ ولسوالۍ د سنګر بوشې سیمې پر پوستو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وایي، په ناړۍ ولسوالۍ کې يې د وسله والو بریدونه پر شا تمبولي او پرمهال یې ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید دهقان کلید ته وویل، نن سهار وسله والو طالبانو د ناړۍ ولسوالۍ د سنګر بوشې سیمې پر پوستو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول: (( په دغه نښته کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان شوي دي، په نښته كې افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی او په سیمه کې د سیمه ییزو ، ملي او اردو ځواکونه میشته دي.))
بل لورته بیا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته په رااستول شوي ټیلفوني پیغام کې ویلې، چې د ناړۍ ولسوالۍ په سنګر بوشي سیمه کې یي یوه پوسته نیولې او ګڼو افغان ځواکونو ته یي مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د کونړ امنیتي چارواکو بیا د وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA