ads

د پاكستاني پوځ مشر شمالي وزيرستان ته تللى

د پاکستاني پوځ لوى درستيز پرون د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمې شمالي وزيرستان مرکز شوال ته د خپل سفر په مهال له پوځي مرکزونو ليدنه کړې ده.پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې لوى درستيز جنرال راحيل شريف په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب عملياتو د وروستي […]

نویسنده: TKG
31 وری 1395
د پاكستاني پوځ مشر شمالي وزيرستان ته تللى

د پاکستاني پوځ لوى درستيز پرون د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمې شمالي وزيرستان مرکز شوال ته د خپل سفر په مهال له پوځي مرکزونو ليدنه کړې ده.
پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې لوى درستيز جنرال راحيل شريف په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب عملياتو د وروستي پړاو هرکلى کړى او په دې برخه کې يې د خپلو سرتېرو سرښندنه ستايلې ده. د پاکستاني پوځ لوى درستيز پرون د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمې شمالي وزيرستان مرکز شوال ته د خپل سفر په مهال له پوځي مرکزونو ليدنه کړې ده.
پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې لوى درستيز جنرال راحيل شريف په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب عملياتو د وروستي پړاو هرکلى کړى او په دې برخه کې يې د خپلو سرتېرو سرښندنه ستايلې ده.
نوموړي په شوال کې يوې ناستې ته ويلي، چې د شمالي وزيرستان ضرب عضب عمليات د پاى ته رسېدو په حال کې دي، خو د قبايلي سيمې يو شمېر نورو برخو کې به د وسله والو د ځپلو په هدف پوځي عمليات روان وي.
په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملياتو دوه کاله بشپړېږي، خو داسې ښکاري، چې لا هم هلته د پاکستاني طالبانو تحرکات شته او وخت نا وخت پر پوځي مرکزونو او کاروانونو مرګوني بريدونه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA