ads

د ملي امنيت پر لسم رياست بريد، د مړو شمېر ۲۸ او د ټپيانو شمېر تر ۱۸۰ ورسېد

د كابل ښار په پل محمود خان سيمه كې د ملي امنيت پر لسم رياست د وسله والو په بريد كې ۲۸ تنه وژل شوي او تر ۱۸۰ تنو ټپيان دي.د كابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل چې د پېښې په وژل شوو او ټپيانو كې ملكيان او […]

نویسنده: TKG
31 وری 1395
د ملي امنيت پر لسم رياست بريد، د مړو شمېر ۲۸ او د ټپيانو شمېر تر ۱۸۰ ورسېد

د كابل ښار په پل محمود خان سيمه كې د ملي امنيت پر لسم رياست د وسله والو په بريد كې ۲۸ تنه وژل شوي او تر ۱۸۰ تنو ټپيان دي.
د كابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل چې د پېښې په وژل شوو او ټپيانو كې ملكيان او نظاميان دواړه شامل دي.
له بل لوري د عامې روغتيا وزارت وياند محمد اسماعيل كاووسي وايي، له دغه پېښې د كابل ښار روغتونونو ته ۳۲۷ ټپيان او ۱۵ جسدونه انتقال شوي دي. د كابل ښار په پل محمود خان سيمه كې د ملي امنيت پر لسم رياست د وسله والو په بريد كې ۲۸ تنه وژل شوي او تر ۱۸۰ تنو ټپيان دي.
د كابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل چې د پېښې په وژل شوو او ټپيانو كې ملكيان او نظاميان دواړه شامل دي.
له بل لوري د عامې روغتيا وزارت وياند محمد اسماعيل كاووسي وايي، له دغه پېښې د كابل ښار روغتونونو ته ۳۲۷ ټپيان او ۱۵ جسدونه انتقال شوي دي.
ياد بريد سهار ۹ بجې په موټر بم بريد سره پيل شو او وروسته څو تنه ځانمرګي بريدګر د ملي امنيت د لسم رياست ودانۍ ته د ننه شول چې د درې ساعته جګړې په ترڅ كې له امنيتي ځواكونو سره په جګړه كې ټول ووژل شول.
د دې بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA