ads

خوست كې ۱۲۰ پوليس له نظامي روزنيزو زده كړو فارغ شول

په خوست کې د ملي پوليسو ۱۲۰  سرتېري له دوه مياشتنيو مسلكي نظامي زده كړو فارغ شول.د خوست امنیه قوماندان مل پسوال فیض الله غیرت وویل، دوی د مسلکي زده کړو پروګرامونو په چوکاټ کې د ۱۲۰ پورې پولیسو ته دوه میاشتنې مسلکي نظامي زده کړې ورکړې.د  غيرت په خبره، په دې دوه میاشتني پروګرام  […]

نویسنده: TKG
31 وری 1395
خوست كې ۱۲۰ پوليس له نظامي روزنيزو زده كړو فارغ شول

په خوست کې د ملي پوليسو ۱۲۰  سرتېري له دوه مياشتنيو مسلكي نظامي زده كړو فارغ شول.
د خوست امنیه قوماندان مل پسوال فیض الله غیرت وویل، دوی د مسلکي زده کړو پروګرامونو په چوکاټ کې د ۱۲۰ پورې پولیسو ته دوه میاشتنې مسلکي نظامي زده کړې ورکړې.
د  غيرت په خبره، په دې دوه میاشتني پروګرام  کې یې هغه کسان روزلي، چې نوي دې لیکو ته داخل شوي او له پرمخ تللو وسلو او د پولیسو له قانون سره بلد نه وو. په خوست کې د ملي پوليسو ۱۲۰  سرتېري له دوه مياشتنيو مسلكي نظامي زده كړو فارغ شول.
د خوست امنیه قوماندان مل پسوال فیض الله غیرت وویل، دوی د مسلکي زده کړو پروګرامونو په چوکاټ کې د ۱۲۰ پورې پولیسو ته دوه میاشتنې مسلکي نظامي زده کړې ورکړې.
د  غيرت په خبره، په دې دوه میاشتني پروګرام  کې یې هغه کسان روزلي، چې نوي دې لیکو ته داخل شوي او له پرمخ تللو وسلو او د پولیسو له قانون سره بلد نه وو.
غیرت له پوليسي زده كړو څخه فارغانو ته په وينا كې وويل، دوى دې خپلې دندې ته وفادار پاتې شي او د هرې ستونزې په وړاندې باید د خلکو هوساینې لپاره ځان ډال وګرځوي.
فارغ شوي پولیس  هم له خپلو ورسپارل شوو دندو او ترسره کړو زده کړو خوښ دي او وایې، پهدې زده کړو کې ورته د پولیسو قانون او له خلکو سره د چال- چلند په اړه معلومات ورکړل شول.
د خوست د ملي پولیسو د زده کړې مرکز څخه تر دې دمه نهه دورې سربازان فارغ شوي، چې لسمه تعلیمي دوره یې وروستي ۱۲۰ سرتیري وو.
د خوست د امنیه قوماندان په خبره، تر دې دمه یې په ټولو لسو دورو کې ۸۷۰ تنه مسلکي پولیس روزلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA