ولسي جرګې نن خپلې عمومي غونډې ته د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا استجواب کړ.
په نوموړي د ولسي جرګې یو شمیراستازو لخوا تور پورې شوی، چې په یاد وزارت کې یې خپل خپلوان په دندو ګمارلي او په یو شمیر شرکتونو کې يې د فساد یادونه هم شوې ده.
د ولسي جرګې یو شمیر غړو دا هم ویل، چې د آزاد رقابت لپاره د بستونو تر اعلان وروسته د وزیر په امر د امتحان پروسې درول کیږي او اړونده بست ته یو څوک د سرپرست په توګه استول کیږي. ولسي جرګې نن خپلې عمومي غونډې ته د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا استجواب کړ.
په نوموړي د ولسي جرګې یو شمیراستازو لخوا تور پورې شوی، چې په یاد وزارت کې یې خپل خپلوان په دندو ګمارلي او په یو شمیر شرکتونو کې يې د فساد یادونه هم شوې ده.
د ولسي جرګې یو شمیر غړو دا هم ویل، چې د آزاد رقابت لپاره د بستونو تر اعلان وروسته د وزیر په امر د امتحان پروسې درول کیږي او اړونده بست ته یو څوک د سرپرست په توګه استول کیږي.
دغه راز د ولسي جرګې یو شمیر غړو نيوكه كوله چې له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو تړونونو کې نیمګړتیاوې موجود دي.
خو نيوكو ته په ځواب د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وویل، د کسانو د ګمارلو په اړه یې پریکړه کړې، چې د یوې کمیټې له مخې معینان هم د تقرر په برخه کې ونډه ولري.
ده د خالي بستونو په اړه وویل، د جمهور رئيس غني د لار ښوونې له مخې باید په یو شمیر تشکیلاتو باندې له سره کتنه وشي.
ده څرګنده کړه، چې د شیرخان بندر او سپین زر تصدیو په اړه یې یو لړ ملاحظات لرل، خو په وينا يې په دې اړه یې یو پلان باندې کار کړی، تر څو د نوې طرحې له مخې یو شمیر تصدۍ ملغا اعلان کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته زیاته کړه، د پنځه کلنې ستراتیژۍ لپاره یی هڅې پیل کړي دي چې له مخې به یې د یو شمیر تشو بستونو په اړه تصمیم نیول کیږي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزير داسې مهال ولسي جرګې پوښتنو ته ورغوښتى چې تر دې وړاندې هم ګڼ وزيران او د امنيتي سكټور مشران په ولسي جرګه كې د خپلو څو مياشتنيو كړنو په اړه ځواب ته ورغوښتل شوي وو.


