روغتیايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې لا هم د څلورو ولسوالیو ۱۳ زره کوچنیان د پولیو واکسین له تطبیقه بې برخې پاتې کیږي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو دا څرګندونې نن په دغه ولایت کې د پولیو کمپاین د پرانستې پرمهال وکړې او زياته يې كړه چې په ټول ختیځ کې ورسره د پوليو تازه دوه مثبتې پیښې ثبت شوې.
د ننګرهار دعامي روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، د یو شمیر سیمه ییزو وسله والو د ګواښونو له امله نه شي کولی چې د پولیو په دغه کمپاین کې د اچین، هسکې مېنې، پچیراګام او کوټ ولسوالیو په یو شمیر سیمو کې له پنځه کلنۍ څخه کم عمره کوچنیانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي.

ډاکټر کاموال زیاته کړه، د دغه کمپاین پرمهال په ټول ختیځ کې ۹۶۰ زره او په ننګرهار کې به ۶۳۷ زره له پنځو کلونو څخه کم عمره کوچنیانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین تطبیق شي.
په ختیځ کې د پولیو کمپاین سره هم مهال د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې ددغې ناروغۍ پر وړاندې د پولیو کمپاین پیل شو.
که څه هم د دولت مخالفو وسله والو ډلو له رسنیو سره په دې اړه کوم نظر نه دی شریک کړی؛ خو په ننګرهار کې د هر دا ډول کمپاین پرمهال زرګونه ماشومان د وسله والو له ویرې له واکسینه بې برخې پاتې کیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ