ads

نتنياهو: نړۍ دې د جولان خاوره د اسراييلو د ملكيت په توګه ومني

اسراييلي حکومت د جولان لوړو له مالکيت څخه په دفاع سره له نړيوالو وغوښتل، چې ياده سيمه دې د اسراييلو د خاورې په توګه په رسميت وپېژني.د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پرون د کابينې غونډې ته وويل، چې له سوريې سره په ګډه پوله د جولان اشغالي سيمه د دوى خاوره ده او هېچا […]

نویسنده: TKG
30 وری 1395
نتنياهو: نړۍ دې د جولان خاوره د اسراييلو د ملكيت په توګه ومني

اسراييلي حکومت د جولان لوړو له مالکيت څخه په دفاع سره له نړيوالو وغوښتل، چې ياده سيمه دې د اسراييلو د خاورې په توګه په رسميت وپېژني.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پرون د کابينې غونډې ته وويل، چې له سوريې سره په ګډه پوله د جولان اشغالي سيمه د دوى خاوره ده او هېچا ته به يې د مالکيت د دعوې حق ورنکړي.
نوموړي په ورته وخت کې د لبنان حزب الله، د بشارالاسد رژيم او ايران خپل سر سخته دښمنان وبلل او تور يې پورې کړ، چې دوى په سيمه کې بېځايه لاسوهنې کوي. اسراييلي حکومت د جولان لوړو له مالکيت څخه په دفاع سره له نړيوالو وغوښتل، چې ياده سيمه دې د اسراييلو د خاورې په توګه په رسميت وپېژني.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو پرون د کابينې غونډې ته وويل، چې له سوريې سره په ګډه پوله د جولان اشغالي سيمه د دوى خاوره ده او هېچا ته به يې د مالکيت د دعوې حق ورنکړي.
نوموړي په ورته وخت کې د لبنان حزب الله، د بشارالاسد رژيم او ايران خپل سر سخته دښمنان وبلل او تور يې پورې کړ، چې دوى په سيمه کې بېځايه لاسوهنې کوي.
لسګونه کلونه وړاندې د اسراييلو او سوريې ترمنځ جګړه کې د جولان سيمه د اسراييلو لاس ته ورغله.
همدا راز اسراييلو له اردن او مصر سره په جګړو کې هم يو شمېر سيمې خپل قلمرو کې شاملې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA