ads

ناټو له ليتوانيايي ځواكونو سره ګډ پوځي تمرينونه پيل كړي

ليتوانيايي حکومت پخپل يو نظامي مرکز کې د ناټو سازمان ځواکونو سره د ګډو پوځي تمرينونو د پيلېدو خبر وركوي.د لتوانيا د دفاع وزارت په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دا پوځي تمرينونه د دغه هېواد په آدازي نظامي مرکز کې ترسره کېږي، چې د روانې اپرېل مياشتې تر ۲۹ مې نېټې به دوام […]

نویسنده: TKG
30 وری 1395
ناټو له ليتوانيايي ځواكونو  سره ګډ پوځي تمرينونه پيل كړي

ليتوانيايي حکومت پخپل يو نظامي مرکز کې د ناټو سازمان ځواکونو سره د ګډو پوځي تمرينونو د پيلېدو خبر وركوي.
د لتوانيا د دفاع وزارت په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دا پوځي تمرينونه د دغه هېواد په آدازي نظامي مرکز کې ترسره کېږي، چې د روانې اپرېل مياشتې تر ۲۹ مې نېټې به دوام وكړي. ليتوانيايي حکومت پخپل يو نظامي مرکز کې د ناټو سازمان ځواکونو سره د ګډو پوځي تمرينونو د پيلېدو خبر وركوي.
د لتوانيا د دفاع وزارت په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دا پوځي تمرينونه د دغه هېواد په آدازي نظامي مرکز کې ترسره کېږي، چې د روانې اپرېل مياشتې تر ۲۹ مې نېټې به دوام وكړي.
په دغو تمرينونو کې درنې او سپکې وسلې هم کارول کېږي او جنګي الوتکې به هم پکې برخه اخلي.
ناټو سازمان په لتوانيا کې دا پوځي تمرينونه په داسې حال کې پيلوي، چې تر دې وړاندې هم د ختيځې اروپا يو شمېر هېوادونو کې د دغه سازمان پراخ حضور روسيه اندېښمنه کړې ده او ګواښ يې کړى، چې په سيمه کې د ناټو د غړو هېوادونو تحرکات به ناوړه عواقب ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA