افغان کرکټ بورډ له محمد شفيق ودانيز شركت سره په لغمان کې د كركټ لپاره د يو معیاري لوبغالي د جوړیدو تړون لاسلیک كړ.
په دې اړه د کرکټ بورډ له مرکزي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د یاد قرارداد د لاسلیک مراسمو کې د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش، د شرکت مسوول او یو شمیر نورو چارواکو ګډون کړی و. افغان کرکټ بورډ له محمد شفيق ودانيز شركت سره په لغمان کې د كركټ لپاره د يو معیاري لوبغالي د جوړیدو تړون لاسلیک كړ.
په دې اړه د کرکټ بورډ له مرکزي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د یاد قرارداد د لاسلیک مراسمو کې د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش، د شرکت مسوول او یو شمیر نورو چارواکو ګډون کړی و.
خبر پاڼه وایي، د لغمان مرکز اړوند دغه لوبغالی په ۳۰ جریبه ځمکه کې د اتو میاشتو په موده کې جوړیږي، چې مالي لګښت یي کرکټ بورډ ورکوي.
سرچینه وایي، کرکټ بورډ هڅې پیل کړي، چې د هېواد په بیلا بیلو سیمو کې معیاري لوبغالي جوړ کړي؛ خو د لګښت په اړه یې معلومات نه دي وړاندې کړي چې څومره لګښت پرې راځي.


