جمهوري رياست وايي، د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان يا یوناما وروستی راپور یې لوستی او ټولو امنیتي- دفاعي ځواکونو ته یې د بشري حقونو او داخلي قوانینو د رعایت امر کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې د افغانستان په نا امنيو کې نږدې دوو زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد او خلکو د دفاع په خاطر خپله دنده د داخلي قوانینو په چوکاټ کې او د بشردوستانه نړیوالو حقوقو په بشپړ رعایت سره، ترسره کوي. جمهوري رياست وايي، د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان يا یوناما وروستی راپور یې لوستی او ټولو امنیتي- دفاعي ځواکونو ته یې د بشري حقونو او داخلي قوانینو د رعایت امر کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې د افغانستان په نا امنيو کې نږدې دوو زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد او خلکو د دفاع په خاطر خپله دنده د داخلي قوانینو په چوکاټ کې او د بشردوستانه نړیوالو حقوقو په بشپړ رعایت سره، ترسره کوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ، دې ته په پام چې د افغانستان دښمنان د خلکو د هستوګنې له کورونو او خلکو څخه د سپر په توګه ګټه اخلي، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دنده لري چې په دقت سره ټول نظامي عملیات ترسره کړي، تر څو ملکي خلکو ته زیان ونه رسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


