د سمنګان سيمه ييز چارواكي وايي، د دې ولايت په حضرت سلطان او دره صوف ولسواليو كې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له كبله د درې ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي دي.
د سمنګان د والي ویاند محمد صدیق عزیزي له کلید سره په خبرو کې وویل، وروستیو اورښتونو او سیلابونو د دغه ولایت د حضرت سلطان او درصوف پاین ولسوالیو اوسیدونکو ته درانه مالي او ځانې زیانونه اړولي دي د سمنګان سيمه ييز چارواكي وايي، د دې ولايت په حضرت سلطان او دره صوف ولسواليو كې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له كبله د درې ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي دي.
د سمنګان د والي ویاند محمد صدیق عزیزي له کلید سره په خبرو کې وویل، وروستیو اورښتونو او سیلابونو د دغه ولایت د حضرت سلطان او درصوف پاین ولسوالیو اوسیدونکو ته درانه مالي او ځانې زیانونه اړولي دي: ((د تیرو ورځو اورښتونو له کبله د راوتلو سیلانو پرمهال ددغه ولایت د یو شمیر اوسیدونکو کورونه، کرنیزې ځمکې او سړکونو ویجاړ شوي دي، د كورونو د كيناستو له كبله شپږ تنه مړه شوي چې درې يې ماشومان دي.))
عزیزي همدا راز وايي، د زیانمنو سیمو له خلكو سره د مرستو لپاره سروې پیل شوې ده ترڅو دغو خلکو ته پر وخت مرستې ورسیږي .
هغه وايي، د وروستیو سېلابونو د تلفاتو او تاوانونو په اړه وړاندې شوې شمېرې وروستۍ نه دي او د دې احتمال شته چې کچه یې تر دې هم زیاته شي.
دا په داسې حال كې ده چې په هېواد كې د وروستيو بارانونو له كبله تر ټولو سیمو ډېر ځاني زیان په شمال لوېدیځ ولایت بادغیس او ډېر مالي تاوانونه په دایکندي، بلخ او بغلان ولایتونو کې خلکو ته اوښتي دي.


