ads

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف امريكا ته تللى

د ايران د بهرنيو چارو وزير نن سهار له تهران څخه د امريکا نيويارک ښار ته روان شو.ټاکل شوې محمد جواد ظريف په نيويارک کې د چاپېريال د بدلون غونډه کې ګډون او تر څنګ يې له خپل امريکايي سيال جان کېري سره هم ليده کاته وکړي.د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند حسين جابري […]

نویسنده: TKG
30 وری 1395
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف امريكا ته تللى

د ايران د بهرنيو چارو وزير نن سهار له تهران څخه د امريکا نيويارک ښار ته روان شو.
ټاکل شوې محمد جواد ظريف په نيويارک کې د چاپېريال د بدلون غونډه کې ګډون او تر څنګ يې له خپل امريکايي سيال جان کېري سره هم ليده کاته وکړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند حسين جابري انصاري رسنيو ته ويلي، چې محمد جواد ظريف به په نيويارک کې د چاپېريال د بدلون هوکړې د لاسليک غونډه کې دغه راز له يو شمېر نورو چارواکو سره هم د ليدلو ترڅنګ يادې غونډې ته وينا هم وكړي. د ايران د بهرنيو چارو وزير نن سهار له تهران څخه د امريکا نيويارک ښار ته روان شو.
ټاکل شوې محمد جواد ظريف په نيويارک کې د چاپېريال د بدلون غونډه کې ګډون او تر څنګ يې له خپل امريکايي سيال جان کېري سره هم ليده کاته وکړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند حسين جابري انصاري رسنيو ته ويلي، چې محمد جواد ظريف به په نيويارک کې د چاپېريال د بدلون هوکړې د لاسليک غونډه کې دغه راز له يو شمېر نورو چارواکو سره هم د ليدلو ترڅنګ يادې غونډې ته وينا هم وكړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير سره په دغه سفر کې خپل دوه مرستيالان عباس عراقچي او مجيد تخت روانچي ملګري دي.
د اقليم د بدلون په ياده غونډه کې به پر يو لړ هوکړو لاسليکونه وشي او د نړۍ تودوخې په اړه به د غړو هېوادونو استازي ويناوې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA