ads

ختيځ كې د عامه نظم د پوليسو ګزمې زياتېږي

په ختیځ کې د عامه نظم د پولیسو قومندان وايي، د دوبي په راتګ یي خپلو ټولو اړوندو مسوولینو ته د ختيځو ولايتونو په ښارونو او اړوندو سيمو کې د ګزمو د زیاتولو امر کړی تر څو د دښمن كړنې پر وخت كشف او شنډې كړاى شي.په ختیځ کې د عامه نظم د اوومې لوا […]

نویسنده: TKG
30 وری 1395
ختيځ كې د عامه نظم د پوليسو ګزمې زياتېږي

په ختیځ کې د عامه نظم د پولیسو قومندان وايي، د دوبي په راتګ یي خپلو ټولو اړوندو مسوولینو ته د ختيځو ولايتونو په ښارونو او اړوندو سيمو کې د ګزمو د زیاتولو امر کړی تر څو د دښمن كړنې پر وخت كشف او شنډې كړاى شي.
په ختیځ کې د عامه نظم د اوومې لوا قومندان مل پاسوال نصیر ساپي کلید ته وویل، دوی د اوړي د شپو ورځو په را نږدې کیدو سره ټولو قطعاتو ته امر کړی، چې خپلې ګزمې زیاتې کړي. په ختیځ کې د عامه نظم د پولیسو قومندان وايي، د دوبي په راتګ یي خپلو ټولو اړوندو مسوولینو ته د ختيځو ولايتونو په ښارونو او اړوندو سيمو کې د ګزمو د زیاتولو امر کړی تر څو د دښمن كړنې پر وخت كشف او شنډې كړاى شي.
په ختیځ کې د عامه نظم د اوومې لوا قومندان مل پاسوال نصیر ساپي کلید ته وویل، دوی د اوړي د شپو ورځو په را نږدې کیدو سره ټولو قطعاتو ته امر کړی، چې خپلې ګزمې زیاتې کړي.
ساپی وایي، دوی په خپلې لوا کې د هغو ساتنمنانو لپاره درې میاشتنى د وسلو د استعمال کورس شروع کړی، چې په دغه برخه کې یې تجربه کمه وه.
په ختیځ کې دعامه نظم چارواکي د ګزمو د زیاتیدو خبره په داسې حال کې کوي، چې وسله والو طالبانو هم خپل پسرلني عمري عمليات پيل كړي دي. همدا راز د جلال اباد لپاره يو بل ګواښ دا دى چې د ننګرهار په لرو پرتو سيمو كې لا هم داعش ډله په پوره ډول له منځه نه ده وړل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA