د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ولايت نظامي شورا د ښار په ټولو هوټلونو کې د قیلون په استعمال بندیز لګولى دى.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې پرون د ولایت په نظامي شورا کې د عامي روغتیا ریاست له مشورې وروسته د ښار په ټولو هوټلونو کې د قیلون په استعمال بندیز ولګیده.
خبر پاڼه وایي، که له دې وروسته په یاد عمل څوک ولیدل شو، نو د امنیتي ځواکونو له لوري به ورسره قانوني چلند وشي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ولايت نظامي شورا د ښار په ټولو هوټلونو کې د قیلون په استعمال بندیز لګولى دى.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې پرون د ولایت په نظامي شورا کې د عامي روغتیا ریاست له مشورې وروسته د ښار په ټولو هوټلونو کې د قیلون په استعمال بندیز ولګیده.
خبر پاڼه وایي، که له دې وروسته په یاد عمل څوک ولیدل شو، نو د امنیتي ځواکونو له لوري به ورسره قانوني چلند وشي.
په ننګرهار کې د قیلون په استعمال دا بندیز په داسې حال کې لګیږي، چې د کتونکو په باور پر یو شمیر نشه یي توکو د روږدو کسانو تعداد ورځ تر بلې زیاتیږي.


